د پېریانو کلی
د پېریانو کلی د هغه کتاب سرلیک دی چې د یوه لیرې پراته کلي په اړه لیکل شوی دی. د پېریانو په کلي کې له معمول سره سم د پېریانو کيسې کېدې او هلته به ماشمان له ماښام وروسته ګرځېدو ته نه پرېښودل کېدل ځکه چې هغوی ته له پخوا دا خبرې په میراث پاتې وې چې دلته پېریان دي او تر ماښام ناوخته هغوی خپل کارونه پيلوي، نو که ماشومان له کوره بهر وي کېدای شي له پېريانو سره مخ شي او داسې نه چې کوم زیان ورته ورسوي. د پېریانو کلي ښوونځی او روغتیايي مرکز نه درلود. دوی يوازې یو ملا او له یوه بل کس پرته يې نور ټول وګړي بې زده کړې وو او ان ملا صيب يې هم سمې زده کړې نه لرلې، ښوونځی يې يوازې تر شپږم ټولګي پورې لوستی و.
تبصره
0 تر اوسه پورې تبصره
Please login to add comments.