د لمر ډالۍ
د لمر ډالۍ، د یوې مکتبۍ ماشومې نجلې کیسه ده چې لوستونکي ته له طبیعت، ونو، ګلانو او لمر سره د مینه کولو پیغام ورکوي. دغه راز دا کیسه، دا پیغام هم له ځانه سره لري چې ژوند، طبیعت او ژوندي موجودات- له دې ډلې ونې او ګلانو موسیقي خوښوي او د هغې له اورېدلو سره ښه وده کوي.
ماشومه خوږه، ښاري مکتبۍ نجلۍ ده چې د کلي ښکلاوو په باب یې له مور ډېرې خبرې اورېدلې دي. دغه راز خوږه له طبیعت- په تېره بیا، شنو ونو او ګلانو سره ناوړه چلند کوي. هغه د ښوونځي پر لاره، پاڼې او شاخچې را شکوي او پر ځمکه یې غورځوي. خو هغه د طوطي په مرسته دا زده کوي چې ونې، بوټي، لمر او هرڅه د وګړو په شان احساس لري او د خوږې د ناوړه چلند له امله، دردېږي. خوږه د خپل ناوړه چلند پر وړاندې د طبیعت او ونو، بوټو عکسالعمل او غبرګون ويني او د تجربې له لارې، دا زده کوي چې باید پاڼې او شاخونه ونه شکوي. د هغو پاللو ته پام وکړي او له دې لارې، د طبیعت ډالۍ ترلاسه کړي.
تبصره
0 تر اوسه پورې تبصره
Please login to add comments.