×

د درخت دانش کتابتون په اړه

img_7002.jpg

د  درخت دانش کتابتون يعني څه؟

په "دری" ژبه چې د افغانستان يوه رسمې ژبه ده د درخت دانش معنی "د پوهې ونه" ده. د درخت دانش د پرليکه کتابتون د ښوونې او روزنې برخه د ښوونکو، د ښوونکو د روزونکو، د ښوونځيو د مديرانو، د ليک لوست د زده کړې کارکوونکو او د افغانستان د ښوونې او روزنې په پراختیا کې د بوختو نورو ونډوالو لپاره د آزادو ښوونو د سرچينو يوه بډايه زیرمه ده. په دغه سرچینه کې درسي پلانونه، د پیداګوژۍ توکي، تمرینونه، علمي تجربې، د مطالعې مواد، د تمريناتو کتابونه، نصابونه او نور هغه مواد شته چې د افغانستان په ټولګيو کې يې کارولی شو.

هغو کارونکو چې زموږ په ویبسايټ کې نومکښنه کړې وې، دې سرچينو ته وړيا لاسرسی لري او موږ کارونکي هڅوو چې زيرمې ته د خپلو سرچينو په ورپورته کولو سره د افغانو ښوونکو په ګټه دغه کليکسيونونه نورې هم پراخه کړي.  په اصل کې د آزادو ښوونيزو سرچينو (OER) بهير پر ونډوونو (شریکولو) روان دی: د لورينې له مخې د کتابتون مواد وکاروئ خو خپل مواد مو هم ور پورته کړئ.  کتابتون ته د خپلو موادو ور پورته کول ډېر اسانه دی. کله چې خپل اسناد ور پورته کوئ نو له موږ سره اړیکي ونیسئ. زموږ موخه دا ده چې د لازیات اسانه لاسرسي او پراخه کارونې لپاره د روزونکو د ګټې وړ سرچينې په یوه واحد موقعیت کې سره را ټولې کړو.

د درخت دانش کتابتون څه ډول کارولی شو؟

هر څوک چې انټرنيټ ته لاسرسی لري په کليکسيونونو کې پراته دغه مواد کمپيوټر ته ښکته کولی (ډاؤنلود) او کارولی شي. د ښوونکو روزنکي کولی شي چې له دې سایټ څخه مواد کمپيوټر ته ښکته او بیا يي په چاپي ډول په دارالمعلمینو کې ووېشي، او يا خپلې مورنۍ ژبې ته اړول شوې سرچينې جوړې کړي. ښوونکي کولی شي چې دغه کليکسيونونه وپلټي او بیا اړين مواد د خپلو ټولګیو او يا خپل مسلکي پرمختګ لپاره کمپيوټر ته ښکته او چاپ کړي. دوی دغه سرچیني په ازاده توګه کاپي کولی او ويشلی شي.   

پرلیکه کتابتون ولې اړين دی؟

په افغانستان کې د ښوونې او روزنې سيسټم د بیا را ژوندي کیدو په حال کې دی. په میلیونونو هلکان او انجونې بیرته ښوونځیو ته روان دي. د ښوونکو د روزنې لپاره د دارالمعلمين نوي تاسيسات پرانیستل شوي او يو اصلاح شوی ښوونيز نصاب کارول کيږي چې دا ټول له ۲۰۰۱ کال څخه را پدیخوا د پراخو رامنځته شويو بدلونونو ښکارندوی دي. د افغانستان لپاره د ښوونې او روزنې ملي تګلاره بيا لا زیاتو بدلونونو ته لاره اواروي. خو تر اوسه هم لويې ننګونې په مخ کې پرتې دي. دیرش کلنه جګړه او روانه ترهګري چې د ښوونکو او انجونو ښوونه او روزنه يې د بريدونو لپاره ټاکلې ده، او دې ټولو د ښوونې چاپيريال ستونزمن کړی دی. افغان ښوونکي د تدریسي موادو له سخت نشتوالي سره لاس او ګريوان دي. زیاتره ښوونځي کتابتونونه او علمي لابراتوارونه نه لري، زیاتره زده کوونکي پرته له درسي کتابونو څخه ښوونځیو ته ځي او ښوونکې هم ډېر کم مواد په واک کې لري چې خپل ښوونیز نصاب پرې بشپړ کړي. د زیاتره برحاله افغان ښوونکو لپاره کومه رسمي روزنه په پام کې نه ده نيول شوې او ګڼ نور يې بيا د ثانوي دورې هاخوا زده کړې نه لري. ځينې ښوونکي ان له دولسم ټولګي هم نه دي فارغ شوي. تر ټولو لويه ستونزه يې بيا دا ده چې د ښوونکو لپاره په دري او پښتو ژبو سرچينې نه موندل کيږي. که بيا داسې سرچیني پيدا هم شي، کتابونه يې ډېر ګرانه دي او ښوونکو ته معمولا لږ معاشونه ورکول کيږي. د درخت دانش د کتابتون موخه دا ده چې د افغان ښوونکو لپاره د لوړ کيفيت پريمانه مواد او سرچينې برابرې کړي، ښوونکي وهڅوي چې دا پريمانه مواد په عمل کې وکاروي، له دې موادو خپل خپل منابع جوړ او خپل منابع د دې آزادو ښوونيزو سرچينو له لارې له نورو ښوونکو سره شريک کړي. موږ په دې عقيده يو چې ډيجيټلي سيسټم هغه څه دي چې له لږو وسايلو څخه د زياتې ګټه اخيستنې او د ښوونکو خپلواکې زده کړې ته زمينه برابرولی شي.

که چیرې انټرنېټ ونلری، څرنګه د درخت دانش کتابتون کارولای شی؟

د درخت دانش کتابتون لایټ نسخه چې آفلاین ده، د همدې کمښت د حل لپاره جوړه شوې ده. له همدې لارې موږ کولای شو ټول کتابتون په هر ډول کمپیوټري مرکز کې چې د هرې اندازې لرونکی وي، له یو کمپيوټر څخه نيولې آن په یو لوی کمپیوټري مرکز کې نصب کړو او د محلی شبکې (LAN) په مرسته يې فعال کړو. همداراز هغه خلک چې په داسي ځايونو کې شتون لري چېرته چې انټرنېټ نشته او دوی غواړي چې د درخت دانش کتابتون وکاروي، له دې لارې په اسانۍ سره دا کتابتون کارولای شي. د درخت دانش ټیم په دوامداره توګه د دې کتابتون د لایټ نسخې سرچينې اپډېټ کوي؛ ترڅو د کتابتون کاروونکي په دې وتوانېږي چې په کتابتون کې له زياتو شويو تازه سرچينو څخه ګټه واخلي. تر دې مهاله په افغانستان کې مثلاً په دارالمعلمینو، ښوونځیو او دولتي ادارو کې د درخت دانش شاوخوا ۲۰ لایټ نسخې نصب کړل شوې دي. که چېرې تاسې په خپله اداره کې د درخت دانش لایټ نسخې د ځای پر ځای کولو لېواله یاست؛ نو مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.