×

له کتابتون سره مرسته وکړئ

img_6890.jpg

مهرباني وکړئ درخت دانش کتابتون ته وده ورکړئ. دلته وګورئ څنګه:

د سرچینو شریکول

دا چې اوس مهال د افغانستان لپاره په کتابتون کې له ۱۰۰ څخه زیات مضامین شتون لري، موږ په ځینو مضامینو کې د سرچینو کمښت لرو، په ځانګړې توګه د لیک لوست (سواد آموزي)؛ کرنه، شاعري، ابتدايي زده کړې، د افغانستان تاریخ، نړیوال تاریخ، ګرامر، بوتاني، ايکولوژي، جینیټکس، تغذیه، احصایه، ارواپوهنه، د سپوږمکۍ ساینس، له ښوونځي مخکې زده کړې، پیداګوژي، ریاضيات، ژورنالیزم، جیولوژي، ځانګړې زده کړې/ ټولیزې زده کړې، ژولوژي، لرغون پوهنه، سیاسي علوم او ټولنیز کار. لطفا خپل کار او یا هغه سرچینې له موږ سره شریکې کړئ چې د پرلیکه کولو اجازه لري (آزاد جواز درلودنکې سرچینې). زموږ د کلیکسيون پراختیایي اړتیاوو او معیارونو په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ زموږ د کلیکسيون د پراختیا پالیسیو ته کتنه وکړئ. درخت دانش کتابتون ته د سرچینو د پورته کولو لپاره، مهرباني وکړئ لومړی ځان راجستر کړئ، بیا د سرچینو پورته کولو پاڼه وګورئ.

ژباړه

که چیرې تاسو په دوه ژبو پوهېږی او کولای شی په انګلېسي، او پښتو یا دري خبرې وکړئ او تاسو د لیکنې او ژباړې مهارتونه هم لری، مهرباني وکړئ د افغان ښوونکو لپاره نورې پرانيستې ښوونیزي  سرچینې وژباړئ. د رضاکار ژباړونکي فرصتونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ دلته کلیک وکړئ.

د ژبو اضافه کول

که تاسو د پښتو ژبې ویونکي ياست، موږ ستاسو مرستې ته اړتیا لرو! موږ غواړو چې د خپلو پښتو ښوونیزو سرچینو ټولګې ته وده ورکړو. موږ د اصلي سرچینو، ژباړل شويو سرچینو مرستې یا د دې لارښوونې هرکلی کوو چې چېرته موږ کولای شو ډیرې پښتو سرچینې ومومو او کليکسيون ته یې پورته کړو. پر دې برسېره، د دري او پښتو ترڅنګ، کتابتون د افغانستان په نورو ژبو هم سرچینې مني چې ازبکي، نورستاني او منجي پکې شاملې دي. که چېرې تاسو د افغانستان په یوه اقلیتي ژبه کې رضاکار ژباړونکی واوسی، له موږ سره اړیکه ونیسئ.

یو مضمون سپانسر کړئ

کتابتون د مرستندویانو په لټه کې دی چې وکولای شي د د یوې ِاړتیا وړ مضمون د نوې ټولګې جوړولو لګښت ته اوږه ورکړي. د یوه مضمون ټولګې په سپانسر کولو کې ۱۰ نوي پښتو، ۱۰ نوي دري او ۱۰ انګلیسي سرچینې شاملې دې. د سپانسر فرصتونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.

پرانیستې ښوونیزې سرچینې جوړې کړئ

که چېرې تاسو افغان ښوونکي یاست؛ نو مهرباني وکړئ د پښتو یا دري ژبې ډیجیټل (کمپیوټر شوی) سرچینې چې تاسو یې په خپل ټولګي کې کاروئ، له موږ سره یې شریکې کړئ. تاسو کولای شی د درسي پلانونو، آزموینو، د تمرین پاڼې، تجربې، لوبې یا نورې سرچینې چې تاسو په خپله زده کړه کې ګټور موندلې، پر کمپیوټر ټایپ کړئ. کېدای شي تاسو د سرچینې یا مفکورې جوړوونکي واوسی یا شاید تاسو له بل ښوونکي څخه زده کړې وي. په هر حالت کې، ستاسو د سرچینو شریکولو له لارې تاسو کولای شی په ورته وخت کې په ډیری مختلفو ټولګیو باندې اغیزه وکړئ. د درخت دانش کتابتون ته د سرچینو د پورته کولو لپاره، مهرباني وکړئ لومړی ځان راجستر کړئ، بیا د سرچینو پورته کولو پاڼه وګورئ.

شراکت درلونکي: (برخه اخیستونکي)

د درخت د انش کتابتون له بېلا بېلو سازمانونو سره د محتوا په اړه شراکت لري. که تاسو د ښوونې او روزنې او یا هم له رسنیو سره بوخت یاست چې د لوړ کیفیت لرونکي د محلي ژبې د زده کړې یا درسي مواد تولیدوي، لطفا دې کتابتون ته خپلې سرچینې اضافه کړئ. مهرباني وکړئ خپلې سرچینې ډیجیټل (کمپیوټرایز) کړئ او کتابتون ته یی پورته کړئ، او له افغان ښوونکو سره مرسته وکړئ. تاسې کولای شئ مستقيما يې کتابتون ته پورته کړی، یا موږ ته ایمیل وکړی، یا له موږ سره په رسمي شراکت باندې د بحث کولو لپاره اړیکه ونیسئ.

اعانه ورکړئ

د درخت دانش کتابتون د کاناډا میرمنې د افغانو میرمنو لپاره د خیریې موسسې یوه غیر انتفاعي پروژه ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې ملاتړ کوي. موږ په درخت دانش کتابتون کې د پرمختګ لپاره یا د افغانستان ښوونې او روزنې په برخه کې د ټکنالوجۍ کارونې د ملاتړ لپاره د هر ډول اندازې مرستې هرکلی کوو. له درخت دانش کتابتون سره مرسته وکړئ چې په هر څومره اندازه او هره برخه کې وي.

اعانه ټولول

تاسو کولای شئ په افغانستان کې د نجونو د زده کړې لپاره د شپې ډوډۍ وسپموئ.

رضاکار

د داوطلب ژباړونکي لپاره زموږ د ژباړي پروګرام ترڅنګ، موږ په کابل کې د فعالې داوطلبۍ فرصتونه لرو او په کاناډا کې د رضاکار په نقش کې فعال رضاکار لرو. د نورو معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ!