×

د سرچینو د کیفیت چک لېسټ

څه ډول له دې چک لېسټ څخه ګټه واخیستل شي:

دا عمومي چک لېسټ ښوونکو، سلاکارانو، او د سرچینو د ټولګو جوړوونکو ته په درخت دانش ډیجیټلي کتابتون کې د شاملولو لپاره د سرچینو د کره کتنې او غوراوي د معیارونو په اړه لارښوونه وړاندې کوي. دا ښکاره خبره ده، چې ټول معیارونه پر ټولو سرچینو نه پلي کېږي.  د درخت دانش ډیجیټلي کتابتون رئیسان او د محتوا تدوین کوونکي به پدې چک لېسټ کې شته معلومات په کتابتون کې د شاملولو لپاره د موادو د مناسب والي د معلومولو په موخه د وروستۍ کره کتنې د ترسره کولو پر مهال په پام کې و نیسي. همدارنګه، په کتابتون کې د موادو شاملولو شرایط/ملاحظات د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د لومړیتوبونو پر بنسټ چې د درخت دانش د کتابتون د سرچینو د راغوڼدولو پالیسي او د ټولګې د پراختیا لپاره د درخت دانش د کتابتون د سرچینو اولویت بندي او د انتخاب معیارونه
کې بیان شوي، ترسره کېږي. د دې د معلومولو لپاره چې آیا یوه سرچینه د یوې مشخصې پروژې او ښوونیزې محتوا معیارونه پوره کوي یا نه، ښایي له نورو لارښوونو څخه کار واخیستل شي.

نورو لارښوونو څخه کار واخیستل شي.

  1. پرانیستې ښوونیزې سرچینې

هو

نه

آیا د مشتقاتي کارونو (لکه کرېټیف کامنز، عامه دومین، یا هم کوم بل ډول د چاپ د حق یا کارونې بیان) د کارولو او جوړولو لپاره د ملکیت او لایسنس بیانیه شتون لري؟

 

 

 

 

آیا د سرچینې د جوړوونکي شخص یا ادارې نوم بیان شوی یا(نسبت ورکړل شوی)؟

 

 

 

 

آیا سرچینې په وړیا توګه د لاسرسي وړ دي (ګډون ته اړتیا نلري)؟

 

 

 

 

  1. د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د لومړیتوبونو څخه ملاتړ

هو

نه

آیا سرچینه د هغو لومړیتوبونو د حیطې سره سمون لري، چې د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د سرچینو د راټولولو په پالیسۍ کې تعریف شويدي؟

 

 

 

 

  1. معتبره او اړونده (محتوا)

هو

نه

آیا پر سرچینه د هغې محتوا د کره والي او اړوند والي لپاره په مناسبه برخه کې د یوه وړ کارپوه/ادارې لخوا کره کتنه وشوه؟

 

 

 

 

آیا سرچینه د اسې فعالیتونه او مواد برابروي، چې د افغانستان په ښوونیزو موخو کې د زده کوونکو لخوا د مشخصې شوې محتوا له زده کړې سره مرسته وکړي؟

 

 

 

 

آیا سرچینه د افغانستان د ښوونیزو موخو د ترلاسه کولو لپاره د تدریس په پلانولو کې د ښوونکي لخوا د کارونې لپاره ښوونیز نصاب یا ښوونیز توکي برابروي؟

 

 

 

 

آیا سرچینه داسې محتوا برابروي، چې د افغانستان د شرایطو سره سم د مانا لرونکې زده کړې سره مرسته وکړي؟

 

 

 

 

آیا د سرچینې کارول د ښوونکو او/یا زده کوونکو لپاره آسانه دي؟

 

 

 

 

آیا کېدای شي سرچینه د ښوونکو او زده کوونکو د ګټو، وړتیاوو او اړتیاوو (لکه د ښوونکي د زده کوونکو د موادو د اېډېټ وړ بڼې، د زده کوونکو په فعالیتونو کې د ستونزمنتیا او پېچلتیا مختلفې کچې، یا د مختلفو ځایونو لپاره د نقشو د لینکونو یا ځایي معلوماتي ټولګو) لپاره عیارې شي؟

 

 

 

 

  1. کره او د لاسرسي وړ(ژباړه او ټکنالوژي)

هو

نه

آیا د سرچینې ژباړه بشپړه او کره ده؟

 

 

 

 

که چېرې اړوندې وېب پاڼې ذکر شوې وي، آیا د کره کتنې پر مهال د هغوی لینکونه کار ورکوي؟

 

 

 

 

آیا دا سرچینه په آسانۍ سره د متن یا ګرافیکي شیانو لکه د pdf د چاپي بڼې په شان، د ډونلوډ یا چاپ آسانتیا لري؟

 

 

 

 

آیا سرچینه په مختلفو وېب پاڼو یا وسایلو کې په بریالۍ توګه ترلاسه یا کارول کېدای شي؟

 

 

 

 

  1. له اعلاناتو خالي او بې پرې

هو

نه

آیا سرچینه د منحرف کوونکو اعلاناتو یا هغې محتوا څخه خالي ده، چې بې ربطه وي، د موادو د کارونې په چارو کې مداخله کوي، یا د کاروونکو د مطلوبې ډلې لپاره نامناسبه وي.

 

 

 

 

آیا سرچینه دروند، له تعصب څخه خالي او د جندر پر تساوۍ ولاړ لیدلوری وړاندې کوي؟

 

 

 

 

  1. کره زده کړې ته لاره هوارول د اړتیا په صورت کې، آیا سرچینه:

هو

نه

د زده کوونکو پام را جلبوي او د موضوع یا موادو په اړه د پلټنې احساس راپیدا کوي (څېړنو ته زمینه برابروي)؟

 

 

 

 

د پوښتنو د مطرح کولو یا نورو معلوماتو د غوښتلو لپاره وسیله برابروي (انتقادي تفکر رامنځ ته کوي)؟

 

 

 

 

د زده کوونکو په واقعي ژوند کې د کارونې زمینه برابروي (د ستونزو د هوارۍ لامل کېږي)؟

 

 

 

 

زده کوونکو ته دا فرصت ورکوي، چې د عین موضوع په اړه مختلف لیدلوري و ارزوي (د تنوع د ارزښت په اړه درس ورکړي او تنګ نظره نده؟)