×

د سرچینو اولویت بندي او د انتخاب معیارونه

مقصد

د دې سند موخه د دې ډاډمنول دي، چې د درخت دانش په ډیجیټلي کتابتون کې شته سرچینې اړوندې او کره دي او د کتابتون د موخو څخه ملاتړ کوي.

دا سند د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د ټولګې د ودې او ساتنې اوسنۍ اړتیاوې، لومړیتوبونه او ستراتیژۍ بیانوي. دا د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د ټولګې پالیسي تکمیلوي او په درخت دانش کتابتون کې د سرچینو د شاملولو لپاره د لومړیتوبونو د پاملرنې لپاره د پراختیا لپاره یو شمېر مشخصې ساحې بیانوي. پدې سند به په دوره یي توګه کره کتنه کېږي؛ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې بیان شوي لومړیتوبونه په افغانستان کې د ښوونکو او زده کوونکو اوسنۍ اړتیاوې پوره کوي.

موخې

دا سند یوه طرحه ده او موخه یې د هغو معیارونو په ګوته کول دي، چې هم په ټولیزه توګه د کتابتون د سرچینو په راټولولو کې خلاوې او اړتیاوې په توګه کوي او هم د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د ودې لپاره د پراختیایي هڅو لارښوونه کوي. د پراختیا ساحې ښایي په مضمون، مخاطبینو، د زده کړې په کچه یا د سرچینې په ډول کې وي.

د سرچینو د راټولولو د اړتیا معلومول

د درخت دانش ډیجیټلي کتابتون ممکن د راز راز وسیلو څخه کار واخلي؛ ترڅو د سرچینې په اړتیا پوه شي او د درخت دانش د کتابتون د پوښښ ساحه او اړتیا معلومه کړي. پدې وسیلو کې لاندې موارد شاملېږي؛ خو تر هغوی پورې محدودې ندي:

  • د درخت دانش د کتابتون د سرور د ریکارډ څخه د سروې د معلوماتو او کارونې تحلیل او تجزیه؛
  • د کتابتون لپاره د باکیفیته توکو د راټولولو لپاره د ښوونیزو سرچینو زیات شتون؛
  • د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د ساحې او رسالت/موخې څخه د ملاتړ کوونکو یا اړوندو تمویل کوونکو پروګرامونو او پروژو څخه غوښتنې.
  • د موضوع، مخاطبینو، زده کړو کچې، مفکورې جوړونې یا د سرچینې د اړین ډول له اړخه د سرچینو د راټولولو په ساحه کې بدلونونه.

 

د اړتیاوو کلنی بیان

د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون مشرتابه په دروره یي ډول د سرچینو د راټولولو د هڅو پرمختګ ارزوي. په مخکیني کال کې د ترسره شوي کار او همدارنګه د اړتیا د را پیدا کېدونکو برخو د پېژندلو پر بنسټ د لومړیتوبونو پر برخو بیا کره کتنه وکړي. د سرچینو د راټولو د پراختیا دا لومړیتوبونه به پدې سند کې درج کړل شي او د سرچینو د راټولولو ټولې پراختیایي چارې به د هغوی پر بنسټ ترسره کېږي.

د ۲۰۱۷کال د اړتیاوو بیان

د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د څو ګونو ژبو (دري/فارسي او پښتو) د سرچینو راټولولو او د معلوماتو داسې ټولګې ته اړتیا لري، چې پر لاندې څیزونو باندې ټینګار کوي:

  • لومړنۍ زده کړې (۱-۱۲ ټولګیو پورې) بیولوژي، کیمیا، فزیک، محیطي ساینس؛
  • لومړنۍ زده کړې (۱-۱۲ ټولګیو پورې) ریاضیات؛
  • د ماشومانو د کیسو کتابونه؛
  • د ليک لوست زده کړه؛
  • د ماشومتوب لومړنۍ زده کړې (ECE)  او پراختیا (ECD)؛
  • کمپیوټر ساینس او ډیجیټلي ليک لوست زده کړه؛
  • د ښوونکي لخوا ترتیب شوي باکیفیته مواد/محتوا
  • د زده کړې مسلکي مواد، په ځانګړې توګه د زده کړې د ارزونې د موضوع په اړه؛
  • هغه مواد چې په واقعي ژوند کې د زده کړې په فعالیتونو کې د انتقادي تفکر او ستونزو هوارولو لامل کېږي.

 

د درخت دانش ډیجیټلي کتابتون به په سرچینو کې د تصفیې د خپلو لارښودونو پر بنسټ له کتابتون څخه د ناسمو، بې ربطه، ټیټ کیفیت لرونکو یا له کاره لوېدلو سرچینو د تصفیه کولو له لارې د موجوده سرچینو د ټولګې د کیفیت پر لوړولو باندې تمرکز وکړي.

د سرچینو د راټولولو ټولې پراختیایي چارې د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د سرچینو د  راغوڼدولو د پالیسۍ تابع دي.

 

د سرچینو د غوراوي اصول

(د درخت دانش د کتابتون د سرچینو د کیفیت چک لېسټ هم وګورئ!)

 

پرانیستې ښوونیزې سرچینې

په درخت دانش ډیجیټلي کتابتون کې سرچینې د تدریس، زده کړې او څېړنو پرانیستي لایسنس سرچینې دي، چې د عامه لاسرسي وړ دي، یا هم تر یوه داسې لایسنس لاندې خپرې شوې، چې د هغوی وړیا کارونې، بیاکارونې، بدلون او له نورو سره  د شریکېدو اجازه ورکوي.

کېدای شي چې په پرانیستو لایسنس لرونکو ډیجیټل سرچینو کې بشپړ انلاین کورسونه، مقیاسي (مادیول) ډیجیټل کتابونه او همدارنګه ډېرې دانه یي سرچینې لکه انځورونه، وېډیوګانې او د ارزونې شیان شامل شي. 

که څه هم پرانیستې سرچینې په وړیا توګه د لاسرسي وړ دي، په درخت دانش ډیجیټلي کتابتون کې ټولې سرچینې به غوره روش تعقیب او د سرچینې مولف او/یا مرجع ته به د هغه نسبت ورکړي.

 

د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د لومړیتوبونو څخه ملاتړ

په درخت دانش ډیجیټلي کتابتون کې سرچینې د هغوی لومړیتوبونو څخه ملاتړ کوي، چې د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د مشرتابه  او د هغه د سلاکارانو د شورا لخوا هر کال د لومړیتوبونو د هغو برخو سربېره ټاکل کېږي، چې د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د پروژو لکه د کانکور د آزموینې لپاره د چمتووالي د پروژې (جون ۲۰۱۶- جون ۲۰۱۷) لخوا مشخصې کېږي.

معتبره او اړونده (محتوا)

د مطلوبو مخاطبینو لپاره د کره والي او اړوند والي په موخه د سرچینو محتوا ارزول کېږي. تدریسي مواد د هغو د مطلوبو مخاطبینو او زده کړې د کچې لپاره مناسب دي.

کره او د لاسرسي وړ

سرچینې بشپړې او په سمه توګه ژباړل شوې دي. په انټرنېټ کې شته مواد د راز راز وېب پاڼو او وسیلو له لارې ترلاسه کېدای شي. د امکان په صورت کې دا مواد د وېډیو، غږ، چاپي موادو، او ایچ ټي ایمل په ګډون په مختلفو بڼو موجود دي؛ ترڅو ټولو ته تر ډېرې کچې د یو شان لاسرسي او کارونې زمینه برابره کړي.

له اعلاناتو خالي او بې پرې

سرچینې باید د منحرف کوونکو اعلاناتو یا هغې محتوا څخه خالي وي چې بې ربطه وي، د موادو د کارونې په چارو کې مداخله کوي، یا د کاروونکو د مطلوبې ډلې لپاره نامناسبه وي. سرچینې باید دروند، له تعصب څخه خالي او د جندر پر تساوۍ ولاړ لیدلوری وړاندې کړي، او په ټولنه کې فرهنګي او نژادي تنوع په پام کې و نیسي.

کره زده کړې ته لاره هوارول

هغو ښوونیزو سرچینو ته به چې په زړه پورې دي او د زده کړې لپاره لیوالتیا او د پلټنې احساس راپیدا کوي، لومړیتوب ورکړل شي. سرچینې به په واقعي ژوند کې د استفادو، ستونزو هوارولو، څېړنو او انتقادي تفکر له لارې د کره زده کړو زمینه برابروي.

د افغاني ادبیاتو د میراث د ساتنې څخه ملاتړ

افغانستان د ژبو د غني تنوع، د شاعرۍ د اوږدې عنعنې او د افسانو، د فولکلوریکو کیسو، حماسي شعرونو او سندرو په ګډون د کیسو ویلو د غني تاریخ کور دی. د درخت دانش ډیجیټلي کتابتون د امکان تر کچې پورې کولای شي، چې بلاخره د افغانستان د لږه کیو په ژبو باندې چې ډېری یې له ګواښ سره مخ دي، د محتوا په ګډون د دې میراث د لیکلي ریکارډ یوه ذخیره و اوسي.

اړوند اسناد:

د درخت دانش د کتابتون د سرچینو د راغوڼدولو پالیسي

د درخت دانش د کتابتون د سرچینو اولویت بندي او د انتخاب معیارونه

د درخت دانش د کتابتون د سرچینو د کیفیت چک لېسټ

د درخت دانش د کتابتون په اړه معلومات

* هغه سرچینې چې پرانیستی لایسنس ولري مرسته کوي چې:

  • تساوي زیاته کړي—ټول زده کوونکي داسې باکیفیته درسي موادو ته لاسرسی لري، چې د نېټې له پلوه تر ټولو وروستۍ او اړونده محتوا ولري، ځکه چې پرانیستې لایسنس لرونکې ښوونیزې سرچینې هر چاته په وړیا توګه وېشل کېدای شي.
  • محتوا اړونده او باکیفیته وساتي – سنتي کتابتونونه دایماً له وخت څخه تېر وي، چې په پایله کې یې سیمې دې ته اړ کېږي چې د خپلو بودجو د پام وړ برخه د هغوی پر تعویض باندې ولګوي. د پرانیستو لایسنس لرونکو ښوونیزو سرچینو د کارونې شرایط ښوونکو ته زمینه برابروي؛ ترڅو په دوامداره توګه د هغوی د نوي کولو له لارې د خپلو درسي موادو کیفیت او اړوند والی وساتي.
  • ښوونکي پیاوړې کړي -- پرانیستې لایسنس لرونکې ښوونیزې سرچینې د خلاقو  تخصصي کسانو په توګه ښوونکي د کاپي د حق څخه له سرغړونې پرته د خپلو زده کوونکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ښوونیزو توکو د سمولو او د دې وړتیا د ورکولو له لارې پیاوړي کوي.
  • پیسې و سپموي – د هغو ښوونیزو موادو کارول چې پرانیستی لایسنس ولري ښوونځي پدې توانوي؛ ترڅو هغه بودجه چې هغوی یې نه بدلېدونکو کتابونو لګوي، نورو بېړنيو اړتیاوو لکه ډیجیټلي زده کړو پر انتقال باندې پانګووې ته ځانګړې کړي. په یو شمېر سیمو کې یوازې د یوه کتاب تعویضولو لسګونه زره ډالر د نورو موخو لپاره پیدا کړې دي.