×

د کتابتون لارښود

کتابتون ته ښه راغلاست! دا د کتابتون په اړه یو ګړندی لیدیز چکر دی چې تاسو ته دا ښایې چې څرنګه دا کتابتون سمبال شوی دی او تاسو څرنګه کولای شئ له موجودو ښوونیزو موادو څخه په سم ډول ګټه پورته کړئ.

2013-10-04_15_54_58-test_content_editor_the_darakht-e_danesh_library.png

د حساب معلومات 
د بریښنا پاڼې په راسته لاس کې تاسو ته د حساب د معلوماتو مینو(تړۍ) ښکاریږي. دغه مینو ستاسو د حساب پیژندنې او د وتون لینکونه لری.

د ستاسو حساب په ټاکنې سره به تاسو د کاروونکي د پیژندنې اصلي پاڼې (یعنی پروفایل) ته ولاړ شئ. د ستاسو د پیژندنې پاڼه ستاسو په اړه ټول ځای پر ځای شوي معلومات ښايې. دا هغه معلومات دي چې تاسو د حساب د جوړولو پر مهال دې کتابتون ته سپارلي وو. 
تاسو کولای شئ چې خپل د حساب معلومات تازه (یعنی اپډیټ) کړۍ ، خپل پټنوم تغیر کړۍ ، هغه ژبه وټاکۍ چي تاسو غواړۍ دغه بریښنا پاڼې وګورۍ او د خپل اوسیدونکی ځاي وخت وټاکۍ.

له حساب څخه د وتلو د تڼۍ په کیکاږلو سره به تاسو له کتابتون څخه ووزئ تر هغه وخته چې تاسو بیا په کتابتون کې خپل حساب ته بیا دننه شۍ.

 

2013-10-04_14_59_19-resource_library_the_darakht-e_danesh_library.png

د لیدونکي وسایل 
کله چې تاسوکتابتون ته ننوزئ، تاسو به د لیدونکي وسایل وګورۍ. دا تړۍ به تاسو ته د پرلیکه کتابتون او د کتابتون مرستې ته لاسرسی درکوي. تاسو خپلي سرچیني د بیاکتنې لپاره هم سپارلای شئ!
د کتابتون د تڼۍ په کیکاږلو سره تاسو د کتابتون اصلي پاڼې ته ځئ چېرته چې تاسو سرچیني لیدلاي شئ.

کتابتون ته سرچیني زیاتولو د تڼې په کیکاږلو سره تاسو ته هغه فورمه خلاصیږي چې تاسو کولای شئ کتابتون ته خپلي سرچیني زیاتي کړۍ. یو ځل چي تاسو د سرچیني فایل ډک کړئ ، تاسو هغه د بیاکني لپاره ثبته ولای شئ. د کتابتون مسئولینو ته په اټوماټیک ډول ستاسو د سپارول شوۍ سرچیني خبرداری لیږل کیږي او دوی وروسته کیدای شي تاسو ته د سرچینې په اړه ځينې پوښتنې هم ولیږي.

د کتابتون لارښود د تڼۍ کیکاږل به تاسو همدې پاڼې ته یوسې. تاسو همدا اوس همدغه پاڼه ګورئ!

2013-10-04_15_06_36-resource_library_the_darakht-e_danesh_library.png

 

د ژبو بدلول
موږ تر وروستي بریده هڅه کوو چې د درخت دانش کتابتون د انګليسي، دري او پښتو په درې واړو ژبو کې کاروونکو ته وړاندې کړو. د دې لپاره چې د یادو ژبو تر منځ یې یوه وټاکئ، تاسو کولای شئ د بریښنا پاڼې په سر کې راسته خوا ته د ژبو د بدلولو په تڼۍ کلیک وکړئ. د ژبو بدلول د بریښنا پاڼې په هر یوي پاڼې شتون لري.  

که چیرته یوه سرچینه په درې ګونو ژبو کې موجوده وي، له هغې سره به د اړوندې ژبې نښه هم ولیدل شي. که چیرته یوه پاڼه بلې ژبې ته د ژباړې اسانتیا ونه لري نو د هغې اړوند لینک به په سپین رنګ او د پاسه خط سره وښوول شي. 
که چیرته تاسو داسې سرچینه پیدا کړه چې ستاسو ژبې ته لا تر اوسه  نه ده ژباړل شوې، په دې اړه موږ ته خبر راکړئ.

 

 

2013-10-04_15_48_51-the_life_cycle_of_the_frog_the_darakht-e_danesh_library.png

لټون 
د درخت دانش بریښنا پاڼه د سرچینو د لټون لپاره یوه فوق العاده ځانګړتیا لري چې کاروونکي کولای شي د هغې په کارولو سره په درې ګونو ژبو کې د خپلې خوښې سرچینې پیدا کړي. 

د یوې سرچینې د لټون لپاره، د خپل د اړتیا مهمې کلمې چي تاسو یی لټوۍ په خالي ځای کې ولیکئ. کله چې تاسو مهمې کلمې داخلې کړئ، نو بیا د لټون په تڼۍ کلیک وکړئ. بریښنا پاڼه به ستاسو د مهمو کلمو پر بنسټ تاسو ته د خپلو موندل شویو پایلو یو لیست پرانیزي.

 

ټګونه (مهم ټکي) او د هغوی د ګټې اخیستنې لارې چارې 
کله چې تاسو په کتابتون کې سرچینو پسې ګرځئ، تاسو کیدای شي د پاڼې په راسته خوا کې ځینو لینکونو ته متوجه شوي یاست. دې لینکونو ته موږ ټګونه (مهم ټکي) وایو. کله چې تاسو یو ټګ (مهم ټکي) وټاکئ ، بریښنا پاڼه به په اټوماټیک ډول تاسو ته هغه ټولې سرچینې ښکاره کړي چې له یاد ټګ (مهم ټکي) سره یو نه یو ډول اړیکه لري.

ټګونه (مهم ټکي) تاسو ته د یوي سرچیني لټولو لپاره یوه چټکه لاره ده چې د لټون د سیستم څخه پرته کارول کیږي. که چیرته تاسو ګمان کوۍ چی کومه سرچینه ټګ نه لري نو په دې اړه موږ ته خبر راکړئ. 

2013-10-04_15_14_11-resource_library_the_darakht-e_danesh_library.png