منابع باز و رایگان آموزشی برای افغانستان

فلتر

لوی او واړه مغذی موادونه (لنډه ویدیو)

     
72 نمایش‌ها
0

د لوی مغذي موادو پېژندنه: لوی یا قوي مغذي مواد (Macronutrients) د انسان د خوړو رژیم هغه بنسټيزې برخې دي چې د بدن د ښه فعالیت لپاره د اړتیا وړ انرژي برابروي او د سالمې روغتیا په برخه کې د پام وړ رول لري. په ټوله کې موږ درې ډوله قوي مغذي مواد لرو: کاربوهایډریټونه، وازګې یا شحمیات او پروټینونه، دا درې واړه په خپلو برخو کې جلا دندې ترسره کوي او د یو کس اړوند د تغذیې د توازن په رامنځته کیدو او د وجود د ټولیزې روغتیا ښه والي په برخه کې ځانګړی رول لري. کاربوهایډریتونه د بدن د انرژۍ اصلي سرچینه ده او معمولاً د ورځې په اوږدو کې له څلویښتو تر شپیتو سلنو پورې انرژي برابروي. دا مواد په خوړو لکه میوو، سبزيجاتو، حبوباتو«دانه لرونکو میوو» او لبنباتو کې پیدا کېږي. کاربوهایډریټونه په ګلوکوز یا شکر بدلېږي چې د مغز او عضلاتو لپاره اړینه انرژي بلل کېږي. وازګې یا شحمیات د بدن د ښه فعالیت لپاره اړین دي او پر دې سربېره د محلول شویو ویتامینونو (A، D، E، K) د جذب، د هورمونونو د تولید او د حجرو د پوښ جوړولو په برخه کې هم مهم بلل کېږي دي. دا ویدیو کلیپ د د معاصرې تغذيې پېژندنه کورس د درسي موادو یوه برخه ده، چې د درخت دانش اکادمۍ لخوا چمتو شوې او په وړیا توګه وړاندې کېږي. درخت دانش اکادمۍ شل وړیا کورسونه په فارسي، پښتو او انګلیسي ژبو چمتو کړي او په خپل پلاتفورم کې یې خپاره کړي دي. د دې کورسونو ته د لاسرسي لپاره زموږ ویب پاڼې ته لاړ شئ: https://courses.darakhtdanesh.org/?lang=ps

پیرامون این منبع
به زبان‌های زیر موجود است
سطح منبع
هره کچه
نوع منبع

غږ / د لیدنې

نویسنده

ناصر هوتکی

مترجم

وژمه فتحی

ناشر
جواز/مجوز

CC BY / CC BY-SA

0 نظر (نظرات)