Free and open educational resources for Afghanistan

Filter

یادیزې یا خاطرې څنګه جوړېږي؟ (ویدیو)

     
36 views
0

یادیزې یا خاطرې څنګه جوړېږي؟
که چېرې تاسې ته په ناڅاپي توګه یو انځور دروښيو، سترګې مو مغز ته همدا اړوند معلومات رسوي او مغز هڅه کوي چې ویې پېژني خو پېژندلی ېې نه شي او که یو بل انځور درته ښکاره کړو، نو ستاسې د حواسو له لارې مغز ته دا معلومات ورکول کېږي او دا ځل کیدای شي ستاسې مغز د خپلو اړوند شته معلوماتو له مخې چې په حافظه کې مو شته وارزوي. نو دلته کوم فعالیت ترسره کېږي؟ ښایي اوس مو هېر وي خو کله چې ماشوم وئ پرهېڅ نه پوهيدئ. د لومړي ځل لپاره چې مو یو شکل ولیده تاسې ته ېې معنې نه درلوده خو د وخت په تېریدو سره ستاسې مغز د ځينو شکلونو یا بڼو په پېژندلو پیل وکړ. یوه ورځ یو چا همدا شکل د معنی لرونکي څیز په توګه دروپېژنده. ستاسې ذهن هغه اړین وباله او پرېکړه ېې وکړه چې په راتلونکي کې ېې د ګټې اخېستو لپاره حافظې ته وسپاري. نو کله چې دویم ځلي هماغه څيز وګورئ پېژنئ ېې او له پخوانۍ تجربې سره تړاو ورکوئ. هرڅومره چې داسې معنی لرونکې تجربې ترلاسه کړئ، هماغومره معلومات مو په حافظه کې ډېرېږي او پوهه مو په دې برخه کې لا زیاتېږي. کله چې تاسې يوه ورځ، هماغه ځانګړې بڼه ووینئ، وبه وایئ: «دا بیزو ده» او که خپل ذهن ته وخت ورکړئ چې ټولې یادیزې/خاطرې را وسپړي، کېدای شي له هماغه دیجیټلي څيز سره تړلي لسګونه شيان ستاسو لپاره څرګند شي. یادیزې یا خاطرې څنګه جوړېږي؟ ویدیو کلیپ د ښوونکو لپاره انتقادي او نوښتګر تفکر د درسي موادو یوه برخه ده، چې د درخت دانش اکادمۍ لخوا چمتو شوې او په وړیا توګه وړاندې کېږي. درخت دانش اکادمۍ شل وړیا کورسونه په فارسي، پښتو او انګلیسي ژبو چمتو کړي او په خپل پلاتفورم کې یې خپاره کړي دي. د دې کورسونو ته د لاسرسي لپاره زموږ ویب پاڼې ته لاړ شئ:
https://courses.darakhtdanesh.org/?lang=ps
 

 

 

About this resource
Available in the following languages
Resource level
هره کچه
Resource type

غږیز / تصویری

Translator

وژمه فتحی

License

CC BY / CC BY-SA

0 Comment(s)