File 1
pdf Please login to download this file.د مینې څلوېښت اصول د نړۍ له هغو ادبي شهکارونو څخه دي چې د فرانسوي لیکوالې الیف شافاک اثر دی، الیف شافاک په خټه ترکي او د ترکیې د فمینستي لیکوالو څخه شمېرل کېږي. یاد کتاب د دې لیکوالې د نورو کتابونو په نسبت تر ټولو( له سلو زرو ډېرې نسخې) پلورل شوی او د خلکو د پام وړ ګرځېدلی دی، چې د عرفاني او صوفیزم پر پایه ولا دی چې په ټولیز ډول په دیارلسمې پېړۍ د شمس تبریزي او مولانا جلال الدین محمد بلخي ترمنځ شوي ملاقات ښکاره کوي او بله برخه هم شتون لري چې د دیارلسمې پېړۍ واقعات په دغه برخه تړلي ښودلي او یوه ښځه ښکاره کوي چې په ژوند کې یوه اندازه فکري ستونزو سره مخ ده. د کتاب عمومي محتوا د شمس تبریز د مینې په هغه څوېښت اصولو باندې څرخي چې د الله د رسېدلو او د یوه دروېش په څېر د ژوند کولو لپاره وړاندې کړي او ترڅنګ یې ځینې ټکي هم شته چې شافاک د خپل غربي فکر په اساس لیکلي تحلیل کړي خو د اسلام له فرهنګ سره په تکر کې واقع شوی دي.
About this resource
Available in the following languages
Resource level
هره کچهResource type
ليکندرو
وژمه فتحی
خور تهندرو
چُاپ تهيلُا حق
CC BY / CC BY-SA
