×

اولمپیک لوبې


د اولمپيک لومړنۍ لوبې ۳۰۰۰ کاله پخوا په يونان کې ترسره شوې دي. يونانیانو عقيده درلوده، چې  له خپلو ورزشي وړتياوو څخه په استفادې او تظاهر سره دوی خپل خدایان وياړي. په هرو څلورو کلونو کې يو میاشت اوږد جشن په يوه لوی ښار کې ترسره کېده. دا جشن به دومره مهم و، چې د جشن په میاشت کې به د خلکو ترمنځ ټولې جګړې ودرول شوې.

هغه جشن چې د اولمپيک اوسمهالې لوبې يې تقليد کوي، د اوليمپس غرونو په لمن کې ترسره شو. دا هغه لوړه څوکه وه، چې يونانيانو په خپله عقيده د خدایانو کور باله. دا د موقعيت او ديني اهدافو له کبله د يونانیانو تر ټولو لوی او مهم جشن و. د دې لپاره چې د خپلو خدایانو پر وړاندې لا زيات درناوی وښيي، يونانيانو يو معبد او يو لوی ميدان جوړ کړ، چې لوبې پکې ترسره کړي.  

د اولمپيک لومړنۍ لوبې يوازې تر يوڅو فوټه ځغاستې پورې رالنډې وې. د وخت په تېرېدو سره نورې لوبې هم ورزياتې شوې. دا زياتوالی په لوبو او برخه اخيستونکو کې رامنځته کېده. په پيل کې يوازې نارينه يونانيانو د سيالۍ اجازه درلوده. خو وروسته بيا د ښځو او بهرنيانو پر مخ هم پرانيستل شو. نمايشونه، رسم ګذشت، مېلې او مذهبي مراسم نوموړو لوبو ته ورزيات شول.  

د روم امپراتورۍ په شاوخوا ۱۰۰ قبل الميلاد کې يونان ولکه کړ. له دې کبله د ګڼو کلونو لپاره د اولمپیک لوبې مخ پر کمېدو وې. په ۳۹۳ ميلادي کال کې د روم امپراتور د مسيحيت له ارزښتونو سره د اولمپيک د لوبو د تناقض له کبله دا لوبې بندې اعلان کړې.

په ۱۸۸۹ميلادي کال کې د اولمپيک د لوبو مفکوره بيا راژوندۍ شوه. يو فرانسوي روزونکی چې بارون پير دو کوبرټن Baron Pierre de Coubertin نومېده، په دې اند و، چې که ځوانان ورزش ته وهڅول شي، د نړۍ له خلکو سره به مرسته وکړي او يو بل په ښه توګه درک کړي. دا کار به پخپل نوبت سره سولې ته پرمختګ ورکړي. د ۱۸۹۴ کال په جون مياشت کې د ۱۲ هېوادونو له استازو څخه جوړه شوې کمېټه راغونډه شوه او د اولمپيک نړيواله کمېټه يې رامنځته کړه

د دې موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوي پی دی اف او یا ورد فایل زاښکته کړئ او ویی لولۍ.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

pdf

Please login to download this file.

File 2

docx

Please login to download this file.


About this resource

نویسنده

ترجمه‌گر

جواز/ دارنده حق چاپ

نظرات

0 نظر تا کنون

Please login to add comments.