×

ايا (يونس خان) به د (انضمام) ښه بديل وي؟


په کومه ورځ چې افغان کرکټ بورډ د رسنيو له مخې دا اعلان وکړ چې (انضمام) سره يې قرارداد وکړ او هغه يې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه په دنده وګماره، ما په همغه ورځ د ټولنيزو رسنيو له لارې دا کار وستايه او په اړه يې يوه لنډه جمله وليکله: ((سياست يو طرف ته، خو انضمام به لوبډله ډېره وړاندې بوځي، دا ځای يې زموږ او ستاسې نښه.)) کرکټ بورډ ويل موږ (انضمام) د (زمبابوی) سفر لپاره روزونکی ټاکلی، که چېرې په دې دوره کې ښه ثابت شي، نو اوږدمهاله قرارداد به ورسره لاسليک کړو، خو ما د خپلې فيسبوکپاڼې له لارې وويل: ((د کرکټ بورډ په وينا: که انضمام الحق زموږ لپاره ګټور ثابت شي او دغه سيريز وګټو، نو له هغې سره به د اوږد مهال لپاره تړون لاسليک کړي. اوس خو ګټور ثابت شوی، خو بيا هم که دغه سيريز مو بايللی هم وای، بايد له نوموړي سره اوږدمهاله تړون شوی وای، ځکه هغه کولای شي زموږ د توپوهنې ستونزې له منځه يوسي.))................................... اوس خبره د (انضمام) د بديل ده، څوک به وکولای شي د هغه ځای ونيسي او د افغان لوبغاړو هغه ډول روزنه وکړي، څرنګه چې (انضمام) کړې، يا له هغه يې هم ښه وکړي. د کرکټ بورډ عمومي رييس (نسيم الله دانش) رسنيو ته ويلي چې موږ له (يونس خان) سره خبرې کړي او غواړو هغه د ملي لوبډلې روزونکی وټاکو. کوم مهم ټکي چې بايد په يو روزونکي کې شتون ولري په (يونس خان) کې موجود دي، د تخنيکي پلوه يې تېرېږو، ځينې هغه ټکي يادوو چې (يونس خان) د (انضمام) په پرتله د افغان لوبډلې لپاره ښه روزونکی ثابتولی شي. د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته (ډاونلوډ) کړۍ او ویی لولئ.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

لِکِکال

جِب پرټان کيکال

جواز/ چاپس حق دارکاليى

د لیکوالی و خپرونکی حق محفوظ دی

تبصرا

0 نظرxابت جا

Please login to add comments.