File 1
docx Please login to download this file.د ځمکې نږدې ۷۱.۱ سلنه برخه سمندرونو نيولې ده او آرام سمندر د پنځو سمندرونو له منځه تر ټولو لوی سمندر دی. د دې سمندر ارتوالی ۶۴ میليونه مربع اټکل شوی او د ځمکې د سطحې د مساحت درېيمه برخه يې نیولې ده. د دې سمندر له خوا نیول شوې دغه پراخه سيمه د ځمکې د ټولو وچو له ګډ مساحت څخه ډیره لویه او د ځمکې د اوبو ۴۶سلنه برخه په بر کې نيولې ده. آرام سمندر نه يوازې دا چې تر ټولو لوی سمندر دی بلکې د ۱۳۰۰۰ فوټه منځني ژوروالي په درلودلو سره تر ټولو ژور سمندر هم دی. آرام سمندر د لاندې وچو له خوا چاپیر شوی دی: د ختیځ له خوا شمالي او جنوبي امریکا؛ د لويديځ له خوا آسیا او اسټرالیا؛ د شمال له خوا منجمد سمندر؛ او د جنوب له خوا یې جنوبي سمندر پروت دی.
د آرام سمندرونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندني فایل راښکته کړۍ او ویی لولۍ.
About this resource
Resource type
چاپگهر
لسئنس
عامه لمن / CC 0
