منابع بازافغانستان آنتې چلوي او اندو ياده کينيس شِراونچې

فلتر
File 1
docx Please login to download this file.

آرام سمندر

     
1152 views
0

د ځمکې نږدې ۷۱.۱ سلنه برخه سمندرونو نيولې ده او آرام سمندر د پنځو سمندرونو له منځه تر ټولو لوی سمندر دی. د دې سمندر ارتوالی ۶۴ میليونه مربع اټکل شوی او د ځمکې د سطحې د مساحت درېيمه برخه  يې نیولې ده. د دې سمندر له خوا نیول شوې دغه پراخه سيمه د ځمکې د ټولو وچو له ګډ مساحت څخه ډیره لویه او د ځمکې د اوبو ۴۶سلنه برخه په بر کې نيولې ده. آرام سمندر نه يوازې دا چې تر ټولو لوی سمندر دی بلکې د ۱۳۰۰۰ فوټه منځني ژوروالي په درلودلو سره تر ټولو ژور سمندر هم دی. آرام سمندر د لاندې وچو له خوا چاپیر شوی دی: د ختیځ له خوا شمالي او جنوبي امریکا؛ د لويديځ له خوا آسیا او اسټرالیا؛ د شمال له خوا منجمد سمندر؛ او د جنوب له خوا یې جنوبي سمندر پروت دی.

د آرام سمندرونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندني فایل راښکته کړۍ او ویی لولۍ. 

 


About this resource
Available in the following languages
Subject area
جغرافیه
Resource level
دويمنۍ
چرکن کيکالا

د درخت دانش کتابتون

جواز/ چاپس حق دارکاليى

عامه لمن / CC 0

0 Comment(s)