بحري چاپیریال
بحري چاپیریال
لکه څرنګه چې ځمکه بيلابيل محيطونه لري، اوبه هم د ژوو د بیلابیلو ډولونو د ژوندي پاتې کیدو لپاره دا فرصتونه برابروي.
فکر کيږي چې بحري ژوند ښايي لومړی په ګرمو سطحي سمندرونو او يا ژورو آتشفشاني سوړو کې رامنځته شوی وي چې د سمندر په تل کې موقعيت لري. د ژوند د اړتيا وړ کيمياوي مواد په اوبو کې اسانه حرکت کوي چې په دې توګه د اوبو محیط د ګڼو ژوو او نباتاتو لپاره د ژوند زمينه برابروي.
بحري ژوند د لمر وړانګو او هغو کيمياوي موادو ته اړتیا لري چې په اوبو کې په آسانۍ د حل کيدو وړتیا لري. ژووي فاسفورس، نايټروجن، اکسيجن، کاربن (د کاربن ډای اوکسایډ حل شوې بڼه)، سلفر، کلسیم او هايدروجن ته اړتیا لري. د دې کيمياوي موادو يو مقدار له وچې څخه اوبو ته راوړل کيږي. او نور يې د مړو ژوو او بوټو د جسدونو له تجزيې څخه ترلاسه کيږي. دې موادو ته د لاسرسي امکان د هغو ژوو شمير محدودوي چې په بيلابيلو سيمو کې ژوند کوي.
د لمر وړانګې د بحري ژوو د نفوس په ټاکلو کې مهم عامل ګڼل کيږي. په خړو اوبو کې د لمر وړانګې په سختۍ د سیند له سطحې ښکته تيريږي: په ژورو سمندرونو کې چې اوبه يې رڼې دي، ۱۰۰ ميتره ژورې ننوزي. خو رڼا او غذايي مواد په هغو اوبو کې پریمانه دي چې د سمندر له سطحې څخه يو ميتر ژورې دي. بوټي يوازې په هغو ځايو کې شنه کيږي چې رڼا ولري.
د غذايي موادو په توګه د کاريدونکو کيمياوي موادو او لمر د وړانګو د محدوديت له کبله د بحر په ځينو برخو کې ژوي ژوند نشي کولی، خو ځينې نورې برخې يې بيا له ژوو ډکې دي. وچې ته په نږدې سيمو، او په تیره بيا د سمندر په سطحي برخو او هغو ځايونو کې چې غذايي مواد له وچې څخه اوبو ته ورګډيږي د بيلابيلو ژوو لوی شمير ژوند کوي.
بيلابيل بحري چاپیریالونه ټاکلې مشترکې ځانګړنې لري
- د اوبو تودوخه په کراره بدليږي او د ځمکې د تودوخې د بدلون په څير زياته نه ده.
- اوبه د ژوو جسدونه ساتي. د اوبو ژوي د خپلو جسدونو د حفاظت په برخه کې د وچې د ژوو هسې انديښمن نه دي.
- د اوبو ژوي د ډيهايدريشن[د بدن د اوبو د کموالي] له ګواښ سره مخامه نه دي.
- اوبه د هوا په پرتله ډيرې غليظې دي. هغه ژووي چې په اوبو کې چټک حرکت کوي بايد داسې بڼه ولري چې اوبه په ښه ډول چيرې کړي.
- لمر وړانګې په اوبو کې ډيرې ژورې نه ځي.
په اوبو کې غذايي مواد يا د موجودو ژونديو اجسامو له تجزيې څخه رامنځته کيږي او يا له وچې څخه اوبو ته ورګډيږي.
د نور مطلب د لوست لپاره یوه زیرمه work or PDF کښیکاږۍ:
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.