د اقلیمي چاپيریالونو/استوګنځایونو ارزښت
د اقلیمي چاپیریالونو پالنه او ساتنه: له دې کبله چې نړۍ زمونږ او د نباتاتو او ژوو د زیاتو نورو ډولونو ګډ کور دی، مونږ باید د خپلو کړنو عواقبو ته پام وکړو. د تیرو څو لسیزو په لړ کې، د انسانانو ورځ تر بلې ډېرېدونکي فعالیت په چټکۍ سره په ټوله نړۍ کې ډېری طبیعی چاپیریالونه/استوګنځایونه له منځه وړی یا یې ککړ کړی دي. دا ډېره مهمه ده چې د اقلیمي چاپیریالونو ټول ډولونه وساتل شي، ځکه هر یو یې د موجوداتو د یو زیات شمیر بې جوړې ډولونو استوګنځای/کور دی. خو د یو شمیر اقلیمي چاپیریالونو لکه ځنګلونو او اوبلنو ځایونو څخه دوامداره ګټه اخیستنه ممکن زیاتې جدي ناوړه اغیزې/پایلې ولري.
د دی موضوع په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندنی ورد او یا پی دی اف فایل راښکته کړی.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.