د هند سمندر
د هند سمندر چې د نړۍ د پنځه ګونو لويو سمندرونو څخه دی په ختیځه نيمه کره کې موقعيت لري. د هند سمندر د درې لويو وچو له خوا چاپیر شوی دی: په لويديځه خوا کې يې افريقا، شمالي خوا کې يې آسیا او په جنوب ختيځه کې يې آسټراليا موقعيت لري. د انډونيزيا ټاپو چې د آسیا په جنوب او د آسټراليا په شمال کې پروت دی، هم د هند د سمندر ختيځه پوله جوړوي. د هند سمندر د عرض البلد په ۶۰ درجو کې له جنوبي سمندر سره يو ځای کیږي، چې دا موقعيت د افريقا د جنوبي څنډې جنوبي برخې سره سمون خوري. د هند سمندر چې درېيم لوی سمندر دی له آرام سمندر او اټلانټيک سمندر څخه کوچنی دی. دا سمندر د نړۍ د سطحې د اوبو ۲۰٪ برخه جوړوي په داسې حال کې چې ټول سمندرونه په ټوليز ډول د نړۍ د سطحې د اوبو ۹۷٪ جوړوي. د هند د سمندر منځنی ژوروالی ۱۳،۰۰۰ فټه او یا ۲.۵ ميله دی. د هند د سمندر تر ټولو ژوره نقطه ۲۵۳۴۰ فټه او يا ۴.۸ ميله ده. د دی تولو په هکله د لا ډیرو معلوماتو لپاره راخي چی دا مطلب ولولو.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.