×

د رنګونو طیف


د رنګونو طیف

rng_3_0.png

لوست او څيړنه

اسمان ولې آبي دی؟ وريځ ولې سپينه ده؟ په سره زرغونه کې دا ټول رنګونه له کومه راځي؟

آیا تاسې پوهيدئ چې ټول رنګونه له رڼا څخه راځي. که څه هم له لمر څخه د رڼا راتلونکې وړانګې داسې ښکاري چې هيڅ رنګ ونه لري، خو دا وړانګې ټول هغه رنګونه لري چې موږ يې په سترګو وينو او ان داسې رنګونه هم لري چې په سترګو نه ليدل کیږي.

کله چې ټول رنګو سره يو ځای شي سپين ښکاري. کله چې دا سپینه رڼا له يوه منشور او يا د باران له څاڅکو تیره شي، بيرته پر خپلو بيلابيلو رنګونو ويشل کيږي. سپينه رڼا چې د باران له څاڅکو تيره شي سره زرغونه جوړوي. په سپينه رڼا کې د هر يوه رنګ موجونه بيلابيل اوږدوالي لري او په بيلابیلو زاويو کې خميږي. رنګونه هر ځل عين طیف ته بيليږي. د سور رنګ موجونه تر ټولو زیات اوږدوالی او بنفش تر ټولو کم اوږدوالی لری. نور ټول رنګونه د دې دواړو رنګونو په منځ کې په دې ترتيب ځای نيسي: سور، نارنجي، زيړ، شین، آبي، نيلي، بنفش. د ماورای بنفش وړانګو موجونه له دې هم کم اوږدوالی لري. انسانان يې په سترګو نه ويني خو مرغان او د شاتو مچۍ يې ویني.

هغه رنګونه چې په چاپیريال کې وينو له يوې سطحې څخه منعکس کیږي. يو سپين جسم ټول رنګونه منعکس کوي. تور جسم ټول رنګونه جذبوي او هيڅ رنګ نه منعکس کوي. شنه واښه نور رنګونه جذبوي او يوازې شین رنګ منعکس کوي، او يو سور ګلاب نور ټول رنګونه جذبوي او يوازې سور رنګ منعکس کوي.

ولې آسمان آبي دی؟ کله چې د لمر سپينې وړانګې له اتموسفير څخه تيريږي د هوا مالیکولونه آبي موجونه منعکس کوي او د اسمان په فضا کې يې خپروي. وریځې ولې سپینې دي؟ څرنګه چې په وریځو کې د اوبو موجودې قطرې د هوا د مالیکولونو په پرتله لويې دي، او ټول رنګونه منعکس کوي له دې کبله وريځو ته سپین رنګ ورکوي. کله چې وريځ ډیره ګڼه وي د لمر وړانګې نه ورڅخه تیريږي. له دې کبله د باران وريځ توره ښکاري.

فعاليتونه

rng.png

الف: د سرې زرغونې ټول رنګونه

هر يو رنګ د موجونو بيلابيل اوږدوالی لري، آیا تاسې کولی شئ چې دا رنګونه له اوږده موج لرونکي رنګ څخه بيا تر ټولو د لنډ یوه پورې په ترتيب سره رنګ کړئ؟ ستاسې د لارښونې لپاره لومړنۍ خانه رنګ شوې ده.

 

 ب: د رنګونو په اړه څه معلومات لرئ؟


زموږ دا وړوکی تپوس کوونکی تر اوسه هم نه دی پوه شوی چې واښه ولې شنه او ګلاب ولې سور دی. آیا کولی شئ چې پخپلو الفاظو کې يې ورته روښانه کړئ؟

 

rng_2.png

ځواب پاڼه

لومړی فعاليت

rng_3.png

دويم فعالیت

ماشومان باید ددې جوګه وي چې پخپلو الفاظو کې توضيح کړي چې بيلابيل رنګونه څه ډول د هغې سطحې او له خوا جذبیږي او يا منعکس کيږي چې د رڼا وړانګې پر لګيږي.

license-pashto_0.png

برای باز کردن این مطلب، لطفاً روی دکمه‌ی "داونلود" در پایین کلیک کنید.‎

 واژه‌نامه

فایل: شماره شناسایی

doc

Please login to download this file.

فایل: شماره شناسایی

pdf

Please login to download this file.


پیرامون این منبع

نویسنده

مترجم

سطح منبع

جواز/مجوز

نظرات

0 نظراتی که تا به حال رسیده است

لطفا برای گذاشتن نظرات وارد سیستم شوید.