×

نیپتون


neptue.jpg

 

د سپوږميو شمير:13 (د زیاتيدو په حال کې دي)

کتله: د ځمکې د کتلې17 چنده ده

قطر: 30,775 ميله

کال:164 ځمکني کلونه

ورځ:16.1 ساعته

د حرارت درجه: د فارنهايټ -235 درجې

لمر څخه فاصله: له لمر څخه 8 مه سياره ده، 2.8 ميليارده ميله فاصله لري.

نيپتون څه ډول سياره ده؟

نيپتون اتمه او له لمر څخه تر ټولو لرې سیاره ده. د نيپتون اتموسفير دې سيارې ته آبي رنګ ورکوي له دې کبله روميانو پخپله عقيده د سيندونو د معبود په نامه ونوماوه ( ځکه چې د سیند رنګ هم آبي دی). نيپتون يوه ګازي سياره ده، په دې معنی چې سطحه يې له ګازو جوړه شوې ده او د ځمکې په څیر کلکه ډبرينه سطحه نه لري. نيپتون د خپلې جوړه سيارې يورانوس  څخه لږ څه کوچنۍ ده له دې کبله د شمسي نظام څلورمه لويه سياره جوړوي. خو نيپتون په کتله کې له يورانوس څخه لږ څه غټ دی، له دې کبله د کتلې پر بنسټ درېيمه لويه سیاره جوړوي.

د نيپتون اتموسفير

د نيپتون اتموسفیر زياتره برخه له هايدروجن څخه جوړه شوې ده چې د هيليوم يو کوچنی مقدار هم لري. د نيپتون سطحه د لویو طوفانونو او ځواکمنو بادونو کور دی. يو لوی طوفان هغه وخت د ووياجر 2 فضايي بيړۍ له خوا عکاسي شو چې په 1989 ميلادي کال کې د دې سيارې تر څنګ تيريدله. ددې طوفان سيمه د لوی تور خال Great Dark Spot په نامه ونومول شوه. دا طوفان د ځمکې د جسامت هومره لوی وو.

 

د نيپتون سپوږمۍ

نيپتون ۱۳ پيژندل شوې سپوږمۍ لري. د نيپتون تر ټولو لويه سپوږمۍ د ټريټون Triton په نامه ياديږي. نيپتون د زحل په څير د کوچنيو کړيو يو سيسټم هم لري خو دومره لوی نه دی چې وليدل شي.

له ځمکې سره د نيپتون مقايسه

څرنګه چې نيپتون د ګاز يوه لويه سياره ده، د ځمکې په څیر داسې سطحه نه لري چې قدم پر ووهل شي. همداراز، نيپتون له لمر څخه ډیر لرې پروت دی له دې کبله د اړتیا وړ انرژي له لمر څخه نه بلکې له خپلې داخلي هستې څخه اخلي. نيپتون د ځمکې په پرتله ډیر لوی دی. که څه هم د نيپتون زياتره برخه ګاز دی، خو کتله یې د ځمکې 17 چنده لويه ده. نيپتون له ځمکې ډیر زیات لوی دی.

د نيپتون په اړه معلومات څه ډول ترلاسه شوي دي؟

نيپتون د لومړي ځل لپاره د رياضي د پوهانو له خوا کشف شو. کله چې ستورپوهانو وموندله چې د يورانوس سياره د لمر چاپیره د چورليدو پر مهال خپل وړاندينی مدار په ښه توګه نه تعقيبوي، په دې اند شول چې ارومرو کومه بله سياره شتون لري چې له خپلې جاذبې سره د يورانوس سياره کشوي. دوی يو څه نورې محاسبې هم وکړې او د نيپتون موقيعيت یې وموند. په 1846 کال کې يې وشو کولی چې نيپتون په ټليسکوب کې وويني او خپلې رياضي محاسبې ثابتې کړي.

يوازينۍ فضايي پلټونکې آله چې په 1989 کال کې نيپتون ته ولیږل شوه ووياجر 2 وه. د ووياجر 2 له خواد اخیستل شويو نږدې تصویرونو په مرسته ساينسپوهانو وشو کولی چې د نیپتون په اړه لا زيات معلومات ترلاسه کړي.

د نيپتون په اړه په زړه پورې معلومات

تر اوسه هم اختلاف دی چې نيپتون لومړی چا کشف کړ. دا د شمسي نظام تر ټولو سړه سياره ده.

د نيپتون لويه سپوږمۍ چې ټريټون نوميږي، د دې سيارې د نورو سپوږميو برخلاف د نيپتون چاپیره په څټ چورلي. دې ته معکوس مدار وايي.

د لوی جسامت سره سره د نيپتون د جاذبې قوه د ځمکې د جاذبې له قوې سره مساوي ده.

دا لومړنۍ سياره ده چې د رياضي اټکلونو له لارې موندل شوې ده.

license-pashto.png

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

doc

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.

About this resource

Resource Level

Languages Available

English

فارسی

پښتو

ازبیکی

منجی

نورستانی

سوجی

شغنانی

پشه یی

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.