×

پلوتو


pluto.jpg

د سپوږميو شمير:3

کتله: د ځمکې د کتلې2%

قطر : 1450 ميله

کال:‌ د ځمکې 248کاله

ورځ: 6.4 ځمکنۍ ورځې

د حرارت درجه: د فارنهایټ-385 درجې

له لمر څخه فاصله:‌له لمر څخه 3 - 5ميليارده ميله لريوالی لري.

پلوټو څه ډول سياره ده؟ تر ۲۰۰۶م کاله پورې پلوتو د شمسي نظام نهمه سیاره بلل کیدله. په دې کال کې د ستورپوهنې نړيوالې اتحاديې IAU د سيارې يو رسمي تعريف وړاندې کړ. د دې تعریف له مخې پلوتو د سيارې شرايط پوره نشو کړای او له دې کبله د یوې کوچنۍ سيارې په توګه له سره ډلبندي شوه. پلوتو نسبتا کوچنۍ سياره ګۍ ده چې جسامت يې د ځمکې له سپوږمۍ څخه هم وړوکی دی. فکر کیږي چې پلوتو د کتلې 50٪ د کنګل له يو منټال څخه جوړ شوی دی چې زياتره د نايتروجن يخ دی او 50٪ نور يې یوه ډبرينه هسته ده. پلوتو د لمر چاپیره يو ځانګړی مدار لري. د لمر چاپیره د نورو اتو سيارو د دایروي مدار برخلافد پلوتو مدار بيضوي دی. لمر ته په تر ټولو نږدې نقطه کې پلوتو تقريبا 2.8 بيلیونه ميله لرې موقيعيت لري. او په لرې نقطه کې يې له لمر څخه فاصله 5 بيليونه ميله ته رسیږي. لمر ته په نږدې نقطه کې پلوتو يو نازکه اتموسفیر لري. خو کله چې پلوتو له لمر څخه لرې وي دومره سړيږي چې اتموسفيريې لاندې ځمکې ته لويږي. پلوتو درې سپوږمۍ لري: چې چيرون Chiron، نيکس Nix او هايدرا Hydra نومیږي. تر ټولو لويه يې چيرون ده. دوه نورې سپوږمۍ ګانې يې په دې وروستیو کې موندل شوي دي. پلوتو او سپوږمۍ يې د کوييپر کمربند Kuiper belt يوه برخه ده.

پلوتو څه ډول له ځمکې سره مقايسه کولی شو؟

پلوتو د ځمکې په څير يوه کلکه ډبرينه سطحه لري. دا سیاره له ځمکې څخه ډیره کوچنۍ ده. پلوتو له ځمکې څخه ډیره کوچنۍ ده. پلوتو له لمر څخه دومره لرې ده چې له لمر څخه ډیره لږه انرژي اخلي او بې کچې سوړ دی.

د پلوتو په اړه مو څه ډول معلومات ترلاسه کړي دي؟ تر نږدې 100 کلونو پورې ساينسپوهان په دې ګومان وو چې د نيپتون هاخوا یوه نهمه سیاره هم شتون لري. دا ګومان د نيپتون او يورانوس په مدار کې د بدلونونو پر اساس شوی وو چې پر دې دواړو سیارو د یوې لويې کتلې د فشار له کبله رامنځته شوي وو. دوی دا مرموزه نهمه سياره د X په نامه ونوموله. په 1930 میلادي کال کې يوه ځوان ستورپوه، کلايد تامبا Clyde Tombaugh د يو کال پلټنې وروسته د X سياره وموندله. له دې وروسته بيا د پلوتو په اړه ډیر نور معلومات ترلاسه شول خو دا ټول يوازې د ټليسکوب په مرسته وو. پلوتو ته لومړنی پلټونکی فضايي سفر په 2015 کال کې په پام کې نيول شوی دی. له دې تحقيق سره به د پلوتو په اړه نور بنسټيز رازونه هم وسپړل شي. په زړه پورې معلومات: د پلوتو هيښنده مدار د لمر چاپیره د نيپتون مدار غوڅوي. په پايله کې يې د 248 کاله اوږد مدار پر مهالپلوتو د 20 کلونو لپاره له نيپتون څخه لمر ته نږدې وي. پلوتو د يوې ۱۱ کلنې نجلۍ له خوا ونومول شو چې ونيشيا بورني Venetia Burney نوميدله.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

pdf

Please login to download this file.

File 2

doc

Please login to download this file.


About this resource

لِکِکال

جِب پرټان کيکال

سِر اونچيس اندازيى

مطلبس ياده کينستا رکمي

لکچر

جواز/ چاپس حق دارکاليى

تبصرا

0 نظرxابت جا

Please login to add comments.