×

د مشتري سياره


د مشتري سياره

د سپوږميو شمير:63

کتله: د ځمکې د کتلې 318 چنده

قطر : 88846ميله

کال:‌ د ځمکې 11.9کاله

ورځ: 9.8ساعته

د حرارت درجه: د فارنهایټ له-170 درجې

له لمر څخه فاصله:‌له لمر څخه پنځمه سياره ده، 484 ميلیونه ميله لريوالی لري.

 

مشتري څه ډول سياره ده؟

مشتري د شمسي نظام تر ټولو لويه سیاره ده او له لمر څخه پنځمه سياره ده. د دې سيارې کتله د ځمکې په پرتله ۳۰۰ ځلې زیاته ده او د ټولو نورو سيارو د ټولټال کتلې دوه چنده زیاته ده. مشتري ته لويه ګازي سیاره هم وايي. دا ځکه چې د دې سيارې سطحه د هایدروجن ګاز له يوې ټينګې طبقې څخه جوړه شوې ده. د ګازي طبقې لاندې، د سيارې په ژور منځ کې فشار دومره لوړيږي چې هايدروجن پر مایع بدلوي او بالاخره يې فلز ته اړوي. د هايدروجن لاندې يوه ډبرينه هسته ده چې د ځمکې هومره جسامت لري.

د مشتري هوا

د مشتري سطحه د لویو طوفانونو، بادونو، بريښنا او تالندې د شتون له کبله له سختو خطرونو ډکه ده. د مشتري پر سطحه رامنځته شوی يو طوفان چې د لوی سره خال Great Red Spot په نامه ياديږي د ځمکې درې چنده لوی جسامت لري. په دې لوی سور خال کې له پيړيو راهيسې طوفانونه روان دي. د مشتري د سطحې طوفانونه له لمر څخه انرژي نه اخلي، بلکې د هغو وړانګو له کبله رامنځته کيږي چې مشتري يې خپله آزادوي.

د مشتري سپوږمۍ

مشتري يو لړ په زړه پورې سپوږمۍ لري چې له منځه يې ګاني میدGanymede، لوIo، اروپاEuropa او کاليستوCallisto د يادونې وړ دي. دا څلور سپوږمۍ د لومړي ځل لپاره د ګاليليو له خوا وموندل شوې او له دې کبله د ګاليليو سپوږميو په نامه هم ياديږي. ګاني مید چې د شمسي نظام تر ټولو لويه سپوږمۍ ده، جسامت يې له عطارد څخه هم لوی دی. لو سپوږمۍ په اتشفشانونو او لاوا کې پټه ده. خو له بلې خوا اروپا نومې سپوږمۍ په کنګل پټه ده او د کنګل لاندې د مالګینو اوبو لوی سمندر لري. ځينې ساينسپوهان په دې اند دي چې ښايي د اروپا سپوږمۍ په سمندر کې د ژوند د شتون امکانات موجود وي. د مشتري چاپیره بيلابیلې سپوږمۍ دغه سياره د پلټنو لپاره يو په زړه پورې ځای جوړوي.

 

مشتري له ځمکې سره څه ډول مقايسه کولی شو؟

مشتري له ځمکې سره ډیر زيات توپير لري. لومړی دا چې د مشتري سطحه ګاز دی او هلته د دريدلو ځای نشته. دويم دا چې مشتري له ځمکې 300 ځلې لوی دی او لږ تر لږه 63 سپوږمۍ لري په داسې حال کې چې ځمکه يوازې يوه سپوږمۍ لري. همداراز د مشتري پر سطحه يو درې سوه کلن طوفان روان دی چې ځمکه به په يوه شيبه کې له منځه ويسي. خوښ يو چې داسې طوفانونه پر ځمکه نه رامنځته کیږي!

 

څه ډول د مشتري په اړه معلومات ترلاسه شوي دي؟

څرنګه چې په اسمان کې څلورم روښانه ستوری دی له دې کبله انسانان د مشتري له شتون څخه څو زره کاله وړاندې خبر وو.ګاليليو په لومړي ځل په ۱۶۱۰ميلادي کال کې د مشتري ۴ سپوږمۍ کشف کړې او بيا لږ مهال وروسته نورو ادعا وکړه چې په مشتري کې يې لوی سور خال کشف کړی دی. په 1973 کال کې پايونیر 10(Pioneer 10) فضايي بيړۍ د مشتري تر څنګ تیره شوه او په لومړي ځل یې د نوموړې سيارې نږدې انځورونه واخيستل. د پايونیر فضايي تحقیق وروسته ویاجر ۱ او ۲ (Voyager 1, 2) ولیږل شول چې د لومړي ځل لپاره يې له نږدې څخه د مشتري د سپوږمۍ انځور واخیسته. له دې وروسته بيا د مشتري تر څنګ زياتې تحقيقي الوتنې ترسره شوې. يوازينۍ فضايي بيړۍ چې د مشتري مدار ته داخله شوه د ګاليليو په نامه وه چې په 1995 کال کې بریالۍ شوه. 

د مشتري په اړه په زړه پورې معلومات

په رومي افسانو کې راځي چې د دوی په عقيده مشتري د خدایانو پاچا او د آسمان خدای وو. او نوموړی معبود د يوناني معبود زيوس سره برابر دی.

په شمسي نظام کې تر ټولو چټکه چورلیدونکې سياره ده. مشتري درې خو خورا تتې کړۍ لري.

مشتري يوه غښتلې مقناطیسي ساحه لري چې د ځمکې له مقناطیسې ساحې څخه ۱۴ ځلې زياته ده.

که له ځمکې څخه وکتل شي مشتری د شپې له خوا په آسمان کې درېيم روڼ ستوری دی. 

license-pashto.png

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

doc

Please login to download this file.

File 2

doc

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

Resource Level

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.