×

مریخ


mars_2445397b.jpg

د سپوږميو شمير:2

کتله: د ځمکې 11%

قطر : 4217 ميله

کال:‌ د ځمکې 1.9کاله

ورځ: 24.6ساعته

د حرارت درجه: د فارنهایټ له-190 څخه تر +60 درجې

له لمر څخه فاصله:‌له لمر څخه څلورمه سياره ده، 142 ميلیونه ميله لريوالی لري.

مريخ څه ډول سياره ده؟ مريخ له لمر څخه څلورمه سياره ده.

دا هم يوه خاورينه سياره ده، په دې معنی چې یوه سخته ډبرينه سطحه لري چې ګامونه پر اخيستل کیږي. د مريخ سطحه وچه ده او زیاتره برخه يې پر يو ډول سور ګرد او سرو ډبرو پوښل شوې ده. له ځمکې څخه موږ ته مريخ سور ښکاري. مريخ په شمسي نظام کې تر ټولو په زړه پورې طبيعي جغرافيايي جوړښتونه لري. اولمپس غر چې اوس د يو غیر فعال آتشفشان شکل لري، د شمسي نظام تر ټولو لوړ غر بلل کيږي. دا غر د ايوريسټ غره درې چنده لوړ او د مريخ له سطحې ۱۶ میتره پورته ولاړ دی. د مريخ يو بل لوی جغرافيايي جوړښت یو لويه او ژوره دره ده چې د مرينريس Marineris وادي په نامه ياديږي. دا وادي په زرګونه ميله اوږدوه او ۴ میله ژوروالی لري. د مريخ موسم مريخ زیاتره وخت د دوړو او ګردونو ستر طوفانونه لري چې له چټک باد سره ملګري دي. د ګرد دغه طوفان د لمر په انرژۍ رامنځته کیږي او دومره لويږي چې تر څو ميله لوړوالي اتموسفیر ته ګردونه پورته کوي او د سيارې زياتره برخه نيسي. ځينې طوفانونه دومره لوی دي چې ان پر ځمکه هم د ستورپوهانو له خوا ليدل کیږي. له ځمکې سره د مريخ مقايسه مريخ له ګڼو لارو له ځمکې سره ورته والی لري. د مریخ کال او ورځ د نورو سيارو د ورځ کال په پرتله ځمکې ته ډیر ورته دي. مريخ د ځمکې په څیر يوه خاورينه سياره ده. مريخ د قطر او کتلې له پلوه د ځمکې په پرتله يو څه کوچنی دی. د ځمکې برعکس، مریخ یو خورا نازکه اتموسفیر لري چې زياتره له کاربن څخه جوړ شوی دی. له دې کبله مریخ د ځمکې په پرتله د فارنهايټ -70 درجې سوړ دی. داسې شواهد موندل شوي دي چې د ځمکې په څير يو وخت د مريخ پر سطحه پرانستې اوبه په مايع شکل موجودې وې. ښايي ميلياردونه کاله پخوا د مريخ پر سطحه ژوند هم موجود وو. د مريخ په اړه مو څه ډول معلومات ترلاسه کړي دي؟ مريخ يو له هغو سيارو څخه دی چې مطالعه کول يې له ځمکې هم آسانه دي. دا سياره خورا نږدې او څرنګه چې د ځمکې په پرتله له لمره لږ څه لرې ده، ليدل يې د شپې له خوا په آسمان کې آسانه دي. مرينر ۴ (Mariner 4)هغه فضايي بيړۍ وه چې په 1969 کال کې يې د لومړي ځل لپاره د مریخ نږدې انځورونه راوړل. له هغې وروسته څو پلټونکو فضایی بيړیو له مریخ څخه کتنه وکړه. ويکينګ ۱ (Viking 1)، ويکينګ ۲ (Viking 2) او پات فاينډر لينډرز (Pathfinder landers) د مريخ پر سطحه ښکته او د مريخ له سطحې يې موږ ته تصويرونه راوليږل او د مریخ خاوره يې هم تحليل کړه. ښايي مريخ هغه لومړۍ سياره ده چې ښايي انسان په کې قدم ووهي. ګڼ خلک په دې ګومان دي چې دا کار ښايي په 2020 کال کې ممکن شي. د مريخ په اړه په زړه پورې معلومات دا سياره د رومیانو د هغه معبود په نامه نومول شوی دی چې دوی پخپله عقيده د جګړې خدای باله. يونانیانو به د خپل معبود پسې دې سيارې ته د بهرام يا “Ares" نوم اخیسته چې د دوی په عقیده د جګړې خدای وو. د مريخ دوه سپوږمۍ د فوبوس Phobos او ډیموس Deimos په نومونو ياديږي. څرنګه چې په مريخ کې کوم سمندر نشته، له دې کبله تقريبا د ځمکې هومره وچه سطحه لري. لرغونو مصریانو مريخ د هار دشر "Har dècher” په نامه يادوه چې د سره جسم په معنی دی. يو شخص چې پر ځمکه ۱۰۰ پاونډه وزن ولري د مريخ پر سطحه يې وزن ۳۸ پاونډو ته راکميږي. ځينې ساينسپوهان په دې عقيده دي چې مريخ يو وخت په اوبو پوښل شوی وو.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

pdf

Please login to download this file.

File 2

doc

Please login to download this file.


About this resource

نویسنده

ترجمه‌گر

جواز/ دارنده حق چاپ

CC BY / CC BY-SA

نظرات

0 نظر تا کنون

Please login to add comments.