ځمکه
په ظاهري ډول خو موږ د نورو سیارو په پرتله له ځمکې سره ډیره آشنايي لرو. ځمکه د څلورو خاورینو سيارو تر ټوله لويه سياره ده، نورې خاورينې سيارې له عطارد، زهره، او مريخ څخه عبارت دي. د خاورينو سيارو څخه زموږ هدف دا دی چې ځمکه يوه کلکه ډبرینه سطحه لري. د ځمکې ترکیب د نورو خاورینو سیارو سره په دې کې ورته والی لري چې يو اوسپنيز مرکز لري او د ويلي شوي مانټل له خوا چاپیره شوی او دا پخپل نوبت بيا د بهرني قشر له خوا چاپیر شوی دی. موږ د قشر پر سطحه ژوند کوو.
د ځمکې توپیر
ځمکه ګڼې داسې ځانګړنې لري چې د شمسي نظام په نورو سيارو کې ساری نه لري. لومړی دا چې ځمکه زموږ معلوماتو سره سم هغه يوازینۍ سیاره ده چې ژوند په کې ممکن دی. پر ځمکه نه يوازې دا چې ژوند موجود دی بلکې د ژوندیو موجوداتو ميليونونه ډولونه موجود دي. بل توپیر يې دا دی چې د ځمکې زیاتره برخه اوبو پوښلې ده. نږدې ۷۱ سلنه ځمکه مالګینو اوبو نيولې ده. ځمکه يوازينۍ سياره ده چې پر خپله سطحه مایع اوبه لري. همداراز د ځمکې اتموسفیر زیاتره برخه نايتروجن او اکسیجن جوړوي په داسې حال کې چې د زهرې او مريخ اتموسفیر زياتره برخه کاربن ډای اوکسايد څخه جوړه شوې ده.
د دی موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.