زحل
زحل له لمر څخه شپږمه سياره ده. دا سياره د ښکلې لويې چاپیره شوې کړۍ لپاره مشهوره ده.
زحل له مشتري وروسته د شمسي نظام تر ټولو لویه سياره ده. دا سياره له مشتري څخه په قطر کې لږ څه کمه خو په کتله کې زیاته کوچنۍ ده. زحل زياتره له هايدروجن څخه جوړ شوی خو يو څه هيلیوم هم لري. د زحل سطحه ګازي ده. خو چې ژورځای بيا هايدروجن مایع کیږي او بيا په فلز بدلیږي. د زحل مرکز له يوې کلکې ډبرينې هستې څخه جوړ شوی دی. په ټولیز ډول د شمسي نظام په سيارو کې زحل تر ټولو لږ کثافت لري. دا يوازينۍ سياره ده چې کثافت يې له اوبو څخه کم دی، په دې معنی چې که په يو لوی سمندر کې واچول شي د اوبو پر سر پاتې کیدای شي. د زحل سطحه د لويو طوفانونو تر څنګ د شمسي نظام تر ټولو چټک بادونه لري چې 1800 کيلوميتره پر ساعت حرکت لري.
د دی موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.