د تی لرونکو حیواناتو ریاضی
د تي لرونکو حیواناتو رياضي
لاندې پوښتنې په ځير سره ولولئ او د رياضي قضيې حل کړئ. خپل زیار وښيي او د اندازې واحدونه (لکه اينچ، پاونډ) په خپل ځواب کې په بشپړه توګه وښيي.
- د نړۍ تر ټولو لوی اسمان څکالی دوه ميتره ارت وزرونه لري! که درې داسې اسمان څکالي څنګ په څنګ خپل وزرونه وغوړوي، څومره فاصله به ونیسي؟
- شريو بچی يو څه د کوچني موږک په څير ښکاري. دوی په لیکو کې قدم وهي او د يو بل لکۍ په خوله کې نیسي، لکه په رسم ګذشت کې چې روان وي! که د شريو درې بچيان د ليکې په سر کې وي او دوه نور هم ورپسې پيوست وی، په ليکه کې څومره دي؟
- يو کوالا هره ورځ د اوکاليپتول دوه پاونډه پاڼې خوري. په درې ورځو کې به نوموړی کوالا څومره پانې وخوري؟
- يو غژګاو درې فټه لوړوالی لري. که درې غژګاوه سر پر سر شي، څومره لوړوالي ته به ورسيږي؟
- يوه زرافه ۱۹ فټه لوړوالی لري، او له يوې داسې ونې څخه پاڼې خوري چې له نوموړي درې فټه ټيټ ده. ونه به څومره لوړه وي؟
- ټوپوهونکی موږک ۶ اينچه اوږده لکۍ او ۳ اينچه اوږد بدن لري. ټول موږک به څومره اوږد وي؟
- بې غوږه سيل د ټولو نورو تي لرونکو ژوو په څير هوا تنفس کوي، خو د نيم ساعت لپاره د اوبو لاندې غوټه وهي! که يو سيل یوه غوټه د ۶ دقیقو په اوږدوالي او بله د ۱۱ دقیقو په اوږدوالي ووهي، څو دقیقي د اوبو لاندې تیروي؟
- ميږی خوړونکی له خپلې اوږدې، سريښناکه ژبې څخه په استفادې سره میږي رانیسي. که يو میږی خوړونکی ۶ اينچه اوږده ژبه ولري او ورور میږی خوړونکی یې ۷ اينچه ژبه ولري، د دواړو ژبې به څومره اوږدوالی ولري؟
- د غرڅه ښکرونه هر کال د مارچ او اپريل په میاشتو کې وده کوي؛ او د ښکرونو وده يې په سپتمبر کې بشپړيږي، چې هره اونۍ دوه اينچه وده کوي! که د يوه غرڅه ښکر څلور اونۍ وده وکړي، څومره به لوی شي؟
- افريقايي ښکاري سپي چې يو ډول وحشي سپي دي شپږ کسيزه ډله کې ژوند کوي چې څلور يې نارینه او دوه يې ښځينه وي. که د زیږون په يوه موسم کې یوه سپۍ څلور کوکري او بله سپۍ پنځه کوکري وزيږوي، د نوموړې ډلې د سپیو ټول شمير به څو ته ورسیږي؟
ځوابونه
- ۲+۲+۲ = میتره
- ۳+۲ = ۵ شريوه
- ۲+۲+۲ = ۶ پاونډه
- ۶+۶+۶ = ۱۸ فټه
- ۱۹ - ۳ = ۱۶ فټه
- ۶+۳ = ۹ اينچه
- ۶+۱۱ = ۱۷ دقیقې
- ۶+۷ = ۱۳ اينچه
- ۲+۲+۲+۲ = ۸ اینچه
- ۴+۵ = ۹ کوکري، + ۶ بالغ سپي = ټول ۱۵ سپي
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.