تعلیمے مفت ات یېت سرچښمه یېن افغانستان ارد

صافچید
File 1
doc Please login to download this file.

د تی لرونکو حیواناتو ریاضی

     
858 views
0

د تي لرونکو حیواناتو رياضي

stock-illustration-d-elephant-learns-to-count-render-using-counting-blocks-42015849.jp

لاندې پوښتنې په ځير سره ولولئ او د رياضي قضيې حل کړئ.‌ خپل زیار وښيي او د اندازې واحدونه (لکه اينچ،‌ پاونډ) په خپل ځواب کې په بشپړه توګه وښيي.

  1. د نړۍ تر ټولو لوی اسمان څکالی دوه ميتره ارت وزرونه لري! که درې داسې اسمان څکالي څنګ په څنګ خپل وزرونه وغوړوي، څومره فاصله به ونیسي؟
  2.  شريو بچی يو څه د کوچني موږک په څير ښکاري. دوی په لیکو کې قدم وهي او د يو بل لکۍ په خوله کې نیسي، لکه په رسم ګذشت کې چې روان وي! که د شريو درې بچيان د ليکې په سر کې وي او دوه نور هم ورپسې پيوست وی، په ليکه کې څومره دي؟
  3. يو کوالا هره ورځ د اوکاليپتول دوه پاونډه پاڼې خوري. په درې ورځو کې به نوموړی کوالا څومره پانې وخوري؟
  4. يو غژګاو درې فټه لوړوالی لري.‌ که درې غژګاوه سر پر سر شي، څومره لوړوالي ته به ورسيږي؟
  5. يوه زرافه ۱۹ فټه لوړوالی لري،‌ او له يوې داسې ونې څخه پاڼې خوري چې له نوموړي درې فټه ټيټ ده. ونه به څومره لوړه وي؟
  6. ټوپوهونکی موږک ۶ اينچه اوږده لکۍ او ۳ اينچه اوږد بدن لري. ټول موږک به څومره اوږد وي؟
  7. بې غوږه سيل د ټولو نورو تي لرونکو ژوو په څير هوا تنفس کوي، خو د نيم ساعت لپاره د اوبو لاندې غوټه وهي! که يو سيل یوه غوټه د ۶ دقیقو په اوږدوالي او بله د ۱۱ دقیقو په اوږدوالي ووهي، څو دقیقي د اوبو لاندې تیروي؟
  8. ميږی خوړونکی له خپلې اوږدې، سريښناکه ژبې څخه په استفادې سره میږي رانیسي. که يو میږی خوړونکی ۶ اينچه اوږده ژبه ولري او ورور میږی خوړونکی یې ۷ اينچه ژبه ولري، د دواړو ژبې به څومره اوږدوالی ولري؟
  9. د غرڅه ښکرونه هر کال د مارچ او اپريل په میاشتو کې وده کوي؛ او د ښکرونو وده يې په سپتمبر کې بشپړيږي، چې هره اونۍ دوه اينچه وده کوي! که د يوه غرڅه ښکر څلور اونۍ وده وکړي، څومره به لوی شي؟
  10. افريقايي ښکاري سپي چې يو ډول وحشي سپي دي شپږ کسيزه ډله کې ژوند کوي چې څلور يې نارینه او دوه يې ښځينه وي. که د زیږون په يوه موسم کې یوه سپۍ څلور کوکري او بله سپۍ پنځه کوکري وزيږوي، د نوموړې ډلې د سپیو ټول شمير به څو ته ورسیږي؟

ځوابونه

  1. ۲+۲+۲ = میتره
  2. ۳+۲ = ۵ شريوه
  3. ۲+۲+۲ = ۶ پاونډه
  4. ۶+۶+۶ = ۱۸ فټه
  5. ۱۹ - ۳ = ۱۶ فټه
  6. ۶+۳ = ۹ اينچه
  7. ۶+۱۱ = ۱۷ دقیقې
  8. ۶+۷ = ۱۳ اينچه
  9. ۲+۲+۲+۲ = ۸ اینچه
  10. ۴+۵ = ۹ کوکري، + ۶ بالغ سپي = ټول ۱۵ سپي

license-pashto.png


About this resource
Available in the following languages
Subject area
بیولوژې
Resource level
دويمنۍ
چاپگهر

Darakht-e Danish

لسئنس

عامه لمن / CC 0

0 Comment(s)