×

ځمکه


ځمکه

 

د سپوږميو شمير:‌۱

کتله: 5.97 x 1024 kg
قطر: 7926 ميله

کال:‌ 365.3 ورځې

ورځ:‌ 23 ساعته او 56 دقیقې

د حرارت درجه:د فارنهايټ د -125 نه تر +130 درجو پورې

له لمر څخه فاصله:‌ له لمر څخه درېيمه سياره ده،‌ 93 ميلیونه ميله لرې.

ظاهرا خو موږ د نورو سیارو په پرتله له ځمکې سره ډیره آشنايي لرو.‌ ځمکه د څلورو خاورینو سيارو تر ټوله لويه سياره ده،‌ نورې خاورينې سيارې له عطارد، زهره، او مريح څخه عبارت دي.‌ د خاورينو سيارو څخه زموږ هدف دا دی چې ځمکه يوه کلکه ډبرینه سطحه لري. د ځمکې ترکیب د نورو خاورینو سیارو سره په دې کې ورته والی لري چې يو اوسپنيز مرکز لري او د ويلي شوي مانټل له خوا چاپیره شوی او دا پخپل نوبت بيا د بهرني قشر له خوا چاپیر شوی دی. موږ د قشر پر سطحه ژوند کوو.‌

د ځمکې توپیر

ځمکه ګڼې داسې ځانګړنې لري چې د شمسي نظام په نورو سيارو کې ساری نه لري. لومړی دا چې ځمکه زموږ معلوماتو سره سم هغه يوازینۍ سیاره ده چې ژوند په کې ممکن دی.‌ پر ځمکه نه يوازې دا چې ژوند موجود دی بلکې د ژوندیو موجوداتو ميليونونه ډولونه موجود دي.‌ بل توپیر يې دا دی چې د ځمکې زیاتره برخه اوبو پوښلې ده.‌ نږدې ۷۱ سلنه ځمکه مالګینو اوبو نيولې ده.‌ ځمکه يوازينۍ سياره ده چې پر خپله سطحه مایعې اوبه لري.‌ همداراز د ځمکې اتموسفیر زیاتره برخه نايتروجن او اکسیجن جوړوي په داسې حال کې چې د زهرې او مريخ اتموسفیر زياتره برخه کاربن ډای اوکسايد څخه جوړه شوې ده.‌

د ځمکې جغرافيه

ځمکه اووه لویې ټوټې لري چې لويې وچې نوميږي.‌ دا وچې د افريقا، آسیا، شمالي امریکا، جنوبي امریکا، اروپا، اوقيانوسيه او انټارکټیا څخه عبارت دي.‌ ځمکه پنځه لوی سمندرونه لري چې د اټلانټیک سمندر، آرام سمندر،‌ هند سمندر، جنوبي او شمالي منجمد بحر په کې راځي.‌ د سمندر له سطحې پورته تر ټولو لوړه نقطه د ايوريسټ څوکه او تر ټولو ژوره نقطه د مریانا ژوره ده.‌

د ځمکې جوړښت

ځمکه له يو شمیر طبقو څخه جوړه شوې ده. په بهر کې يې يوه ډبرينه طبقه ده چې د ځمکې قشر نومیږي. ددې طبقې لاندې د منټال طبقه ده چې ورپسې د ځمکې بهرنۍ هسته او بيا داخلي هسته راځي.‌

د ځمکې سياره له يو شمير عناصرو څخه جوړه شوې ده.‌ د ځمکې د داخلي هستې زیاتره برخه له اوسپنې او نيکل څخه جوړه شوې ده.‌ د ځمکې بهرنی قشر هم له يو شمير عناصرو څخه جوړ شوی دی.‌ تر ټولو زیات عناصر يې اکسيجن (۴۶٪)،‌ سيليکون (۲۷.۷٪)، المونيم (۸.۱٪)، اوسپنه (۵٪) او کلسيم (۳.۶٪) موندل کیږي.‌

د ځمکې سپوږمۍ

ځمکه يوه سپوږمۍ او يا په بل عبارت طبيعي سټلايټ لري. تاسې به ارومرو ليدلي وي! د ځمکې سپوږمۍ د شمسي نظام پنځمه لويه سپوږمۍ بلل کیږي.‌

د ځمکې په اړه په زړه پورې معلومات

ښايي تاسې فکر وکړئ چې ځمکه يوه بشپړه دایره ده،‌ خو دا په حقیقت کې يوه قطب لرونکې کروي بڼه لري.‌ دا له دې کبله دی چې د ځمکې منځ او يا استوا سیمه د ځمکې د چورليدلو له کبله لږ څه تبارز کوي.‌

د ځمکې داخلي هسته د لمر له سطحې څخه هم توده ده.‌

ځمکه د اتو سيارو تر منځ پنځمه لويه سياره ده.

کوچنۍ زلزلې د ځمکې په يوه نه يوه ځای کې تل روانې دي.

ځمکه د لمر چاپیره په يوه ساعت کې ۶۷،۰۰۰ ميله واټن وهي.‌

license-pashto_3.png

 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

doc

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

Resource Level

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.