×

کاینات


کاينات

universe-collide_01.jpg

ټول موجو شيان، د اتوم له کوچنۍ ذرې څخه تر ستر کهکشانه پورې

کاینات هغه نوم دی چې د ځمکې چاپیره،‌ د اتوم لاندې بڅرکو، لويو کهکشانونو او د هغو تر منځ پرتې لويې فضا په ګډون د ټولو شيانو لپاره کارول کیږي.‌ هغه ستورپوهان چې د کایناتو په مطالعه کې تخصص لري او د رامنځته کیدو څرنګوالی او په يوه منظم ترتيب کې يې ګردش په ښه توګه توضیح کولی شي د کوزمولوجسټ يا کاینات پيژندونکي په نامه ياديږی. په تیره پيړۍ کې کوزمولوجستانو د کایناتو او د هغو په منځ کې د ځمکې د ځای ځايګي په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې زیات پرمختګ کړی.

پراخیدونکي کاینات

لمر چې د ځمکې د شمسي نظام مرکز جوړوي، د هغو ۱۰۰ میليونه ستورو له منځه يو دی چې په يوه مارپيچي کهکشان کې چورلي چې د اسمانلار Milky way په نامه يادیږي.‌ د ۲۰مې پيړۍ تر پیله پورې زياتره ستورپوهان په دې اند وو چې ټول کاینات د ځمکې کوربه کهکشان پورې را لنډ دی. دوی د رڼا هغه مرموزې مارپيچي او توپ مانندي لوخړې چې د ستورو تر منځ لیدل کیدلې، د اسمانلار په منځ کې د ګازي وريځو او نيبولا شتون وباله. بيا به ۱۹۲۰مه کې امريکايي ستورپوه اډوين هابل(1889–1953) تر نيبولا د فاصلې د اندازه کولو يوه لار وموندله. هغه ثابته کړه چې له دې نیبولاګانو څخه تر ټولو نږدې هغه، دومره لرې پراته دي چې ښايي پخپله هم لرې پراته کهکشانونه وي.

معاصره ستورپوهنه د هابل له خوا د نويو کهکشانونو له کشف څخه راپديخوا پیل شوې ده، خو هابل بيا وروسته نور هم کشفیات هم وکړل. نوموړي د لرې پرتو کهکشانونو رڼا د  سرې زرغونې يوه طیف ته وويشله او وې ليدل هغه رڼې او تیارې کرښې چې د کهکشان د ستورو په منځ کې وې رنګينه رڼا یې ورکوله. خو د تیارو کرښو يوه ټولګه له خپلو اټکل شویو ځايونو څخه د طيف د سره پای پر لور حرکت کاوه.

د سره پای لور ته انتقال د ډاپلر اغیز (د سور رنګ پر لور ميلان) له کبله رامنځته کیږي او د اطفايې د هغه ټرک د خطر زنګ ته ورته دی چې کله د سړي تر څنګ تیریږي نو غږ يې په ارامۍ سره اوريدل کيږي. سره رنګ ته بدلون په دې معنی دی چې کهکشان له ځمکې لرې کیږي. هابل وموندل چې هر څومره چې کهکشان لرې وي، په رڼا کې يې سور رنګ ته اوښت هومره زيات دی، او هر څومره چې سور رنګ ته بدلون زيات وي هومره چټک لرې کیږي.‌

مهم ټکي

  • کاینات هغه نوم دی چې د ځمکې چاپیره،‌ د اتوم لاندې بڅرکو، لويو کهکشانونو او د هغو تر منځ پرتې لويې فضا په ګډون د ټولو شيانو لپاره کارول کیږي
  • کاینات اوس هم د بیګ بانګ د سترې چاودنې له مرکزه،‌ چې ۱۲ بيليونه کاله وړاندې رامنځته شوې ده، لرې خوریږي.
  • د رڼا منبع چې هر څومره لرې وي، ليدونکي ته يې د رڼا رسیدل هومره زيات وخت نیسي.‌
  • د کایناتو کتله په فضا کې انحنا کوي او بيرته پر خپل ځان د سقوط لامل ګرځي.

د بيګ بانګ تیوري

هيڅ داسې دلایل ونه موندل شول چې اسمانلار به د کایناتو په مرکز کې يوه ثابته نقطه وي، له دې کبله ستورپوهان په دې فکر شول چې دا باید حرکت هم ولري. څرنګه چې د کایناتو ټول کهکشانونه له یو بل څخه لرې تښتي، په دې معنی دی چې يو وخت يو بل ته ډیر نږدې وو. ځينې ستورپوهان وړاندیز کوي چې کاینات د ميلياردونو کلونو په ترڅ کې پراخ او بیرته راتنګ شوي دي. خو زياتره یې دې نتیجې ته رسیدلي دي چې ‌کوم وخت د کایناتو ټوله ماده هرومرو په فضا کيې يوې کوچنۍ نقطې ته راټوله شوې ده، چې بيا د بیګ بانګ د پیښې په ترڅ کې وچاودله.

د بیګ بانګ تیورۍ ته په پام سره کاینات ۱۲ ميليارده کاله پخوا د يوې ناڅاپي چاودنې په ترڅ کې جوړ شول.‌ دا چاودنه په يوه داسې فضا کې پیل شوه چې له اتوم څخه ډیره کوچنۍ وه او په دې بې سارو شرایطو کې د فزیک نورمال قوانین د تطبیق وړ نه دي.‌ د بیګ بانګ د حرارت درجه خورا توده وه ـ چې څو تريليونه درجې ته رسيدله ـ او دا ددې لامل شوه چې ګڼ اتوم لاندې بڅرکي  جوړ شي. د بیګ بانګ وروسته پیښه د زښتې زياتې انرژۍ آزادیدل وو چې د انفلیشن په نامه يوه پيښه يې رامنځته کړه، چې دې پيښې کاینات له يوې کوچنۍ نقطې څخه، له کهکشانه لوی جسامت ته پراخه کړ.‌ په دې پيښه کې د کایناتو کوچنيو څپو یو لړ لویو جوړښتونو ته اوښتون وکړ چې کهکشانونه يې بولي.

د بيګ بانګ په پيښه کې د مادې او ضد مادې عین مقدار تولید شو، چې له اتوم لاندې کوچنیو زرو څخه جوړ او چارچ يې د مادې د  چارج برعکس وو. څه وخت چې يې سره تصادم وکړ، د انرژۍ له فشار سره يې یو بل له منځه ویوړ.‌ له ضد مادې څخه د مادې مقدار لږ څه زيات وو، له دې کبله دا مقدار ماده پاتې شوه. نني کاينات له همدې مادې څخه جوړ شوی دی.‌

دا ټولې پيښې د ثانيې په يوه برخه کې ترسره شوې دي.‌ په راتلونکو درې دقیقو کې بيا، د کایناتو حرارت درجه کيناستلې ده. په بیګ بانګ کې خلق شوي ګڼ بڅرکي د حرارت په ټيټه درجه کې اوسیدی نه شي، له دې کبله هغو اتوم لاندې بڅرکو ته بدل شول چې اوس موجود دي. دا بڅرکي بيا په تدريجي ډول سره راټول شول چې د اتوم هسته جوړه کړي ـ چې تقريبا ټول هايدروجن وو ـ چې د الیکټرونونو په سمندر کې يې لامبو وهله.‌ په دې وخت کې کاینات تیاره وو. د رڼا موجونه له کلکې نښتل شوې مادې څخه انعکاس کاوه او په منځ کې‌ يې نشو خپریدلی. له بیګ بانګ څخه ۳۰۰،۰۰۰ کاله وروسته هسته او الیکټرون سره يو ځای شول چې اتومونه جوړ کړي له دې وروسته بيا کاینات شفاف شول چې بيا يې د رڼا موجونو په منځ کې د خپريدو اجازه ورکوله.‌ ددې مهال وړانګنتیا اوس هم د کشف وړ ده.‌ يو څلو میليونه کاله وروسته مادې پر ستورو بدليدل پیل کړل.‌ د ننيو ټليسکوپونو په مرسته اوس هم ستورو ته ورته کوازارونه (له کهکشان هاخوا اجسام) ليدل کیږي چې ۱۰ بيليونه نوري کاله (نوري کال = هومره فاصله چې لمر يې په يوه کال کې وهي) لرې پراته دي.‌ له کوازرونو څخه ځمکې ته د نور رسيدل هومره وخت نیسي لکه سړی چې بیرته د کايناتو پیل ته نظر واچوي.

د کايناتو بڼه

ستورپوهان له ځمکې هريخوا ۱۲ بيليونه نوري کاله فاصله ليدلی شي. دا يو داسې برداشت ورکوي چې کاینات د تل لپاره همداسې روان دي، خو په حقيقت کې نه دي. جرمني الاصله امريکايي ساينسپوه البرټ آينشټاين (1879–1955) وړانديز وکړ چې د کایناتو کتله فضا بيرته پر خپل ځان راکږه کړې ده. ددې فکر له مخې فضا د بالون د سطحې په څير ده ـ که يوه فضايي بيړۍ په یوه مسير کافي سفر وکړي، بالاخره به بيرته هغې نقطې ته راستنه شي چې سفر يې پیل کړی وو.

اوس که کاینات خپله پراختیا همداسې روانه ساتي او که بالاخره په ميلياردونو کلونو کې بيرته پر خپل ځان راټوليږي، په دې پورې اړه لري چې په کایناتو کې څومره ماده راپاتې ده. ستورپوهان په دې اند دي چې ټوله ماده د لیدو وړ نه ده، او دې نه لیدل کیدونکې تتې مادې مقدار ښايی د کایناتو راتلونکی وټاکي. خو په دې وروستیو کې ستورپوهانو یوه نوې موندنه کړې ده او هغه دا چې زمان او کاینات ښايي خپله پراختیا روانه وساتي. دا موندنه وړاندیز کوي چې کاينات ښايي د تل لپاره پاتې شي که څه هم بالاخره په کايناتو کې موجود ټول شيان خپله انرژي له لاسه ورکوي.‌

ځيرنه

توره ماده

په داسې حال کې چې د لیدو وړ ماده ستوري،‌ سيارې او د هغوی تر منځ ګازي وريځ جوړوي،‌ ځينې ساينسپوهان فکر کوي چې کاينات يو ډول تته ماده هم لري چې په سترګو نه ليدل کيږي.‌ ستورپوهان د کهکشانونو کتله هغه سرعت ته په کتو سره اټکل کوي چې ګازي وريځ او څیرمه کهکشانونه يې چاپیره مدار وهي.‌ کله چې دوی د ځمکې د کهکشان او د اسمانلارې کتلې د دوی چاپیره کوچنیو سټلايټونو يا ماژلاندي وريځو،د مدار له لارې اټکل کړې، وې موندله چې د کهکشانونو کتله له هغې کتلې څخه نږدې ۱۰ ځلې زياته ده چې په سترګو ليدل کیږي.‌ خو د لمر مدار وښودله چې د کهکشان د مرکز تقريبا زياتره ماده د لیدو وړ ده، نو له دې کبله ښايي چې نه ليدل کیدونکې ماده د کهکشانونو په بهرنۍ برخه کې وي.‌

ستورپوهان په دې اند دي چې توره ماده دوه ډوله ده.‌ يوه MACHOs ده چې د (خورا غټ سره نغښتی منځ تشی جسم) په معنی سرشاره سیارې، خرمايي مړه ستوري او تورې سوړې په کې راځي. بل ډول يې WIMPs(خورا غټ بڅرکي چې کمزوره متقابل عمل لري) دي چې يو ډول اتوم لاندې بڅرکي دي‌ او له نورو مادو، لکه نيوټرونوز (هغه کوچني بڅرکي چې د ستوري په منځ کې له هستوي تعامل څخه رامنځته کیږي) تيريږي خو له نوموړو مادو سره متقابل عمل نه کوي.‌ MACHOs د ټولې تورې مادې يوه کوچنۍ برخه ده چې پاتې نور يې د WIMPs له خوا بشپړيږي.‌ خو څرنګه چې WIMPs له مادې سره تعامل نه کوي، موندل يې خورا ستونزمن دي.‌

license-pashto_2.png

 

 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

doc

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.


About this resource

لیکونکی

ژباړونکی

د سرچینې کچي

جواز/ د چاپ حق لرونکی

تبصره

0 تر اوسه پورې تبصره

Please login to add comments.