×

فلورينس نايټينګل: څراغ لرونکې میرمن


فلورينس نايټينګل: څراغ لرونکې میرمن

florence_nightingale.jpg

 

لاندې متن ولولئ او بيا ورپسې دنده ترسره کړئ.

د ۱۸۵۰ مې لسیزې پر مهال نرسينګ ته په انګلستان کې د ټيټې دندې په توګه کتل کیدل. په روغتون کې د ښځو دنده عار، جهالت او ناوړه کار بلل کیده. فلورينس نايټينګل په یوه بډایه کورنۍ کې زیږيدلې وه. په هغه وخت کې به ددې په څیر نجونو څخه د واده او اولاددارۍ توقع کیدله. په دې ډول کورنیو کې به ښځو زیاتره پر خپلوانو او ان خدمتګارانو پام کاوه. چا ته چې به ناروغي پيښه شوه کوم عامه روغتون ته د ناروغ د وړلو فکر د چا په ذهن کې نه ګرځيده، په روغتون کې کار کول خو یو ناممکن کار وو. د فلورينس مور او پلار هغه وخت وحشت واخیستل چې لور يې د مسلکي نرسې د جوړیدو په اړه ورته وويل. هیڅ یوې درنې نجلۍ د داسې یو کار خيال په ذهن کې نه ګرځاوه.‌ دا کار بیخي ناشونی وو.

له سختو جنجالونو وروسته فلورینس د خپل هدف پر لور لاره پيدا کړه. څرنګه چې په انګلستان کې هيڅ ډول روزنه نه وه، نو اړ شوه چې بهر ته لاړه شي. هغې درې میاشتې په جرمني کې تيرې کړې او لږ وخت یې په پاریس کې هم تیر کړ چې د دوی میتود مشاهده کړي.

دا د هغې د رسمي روزنې ټوله دوره وه. د دې لپاره چې د روغتونونو د ادارې په اړه معلومات راټول کړي په ګڼو اروپايي هیوادونو کې يې يو لړ انستیتوتونو ته په ليکنو زيات وخت تیر کړ. په ۱۸۵۳میلادي کال کې نوموړې د يوه ښځينه روغتون مشري پر غاړه واخيسته، او د روغتون د ادارې په برخه کې يې له خپلې پوهې څخه په استفادې سره دا روغتون په خورا برياليتوب بيا ورغاوه.‌ په راتلونکي کال کې انګلستان له روسیې سره په جګړه کې ښکیل شو. هغه برطانوي ځواکونه چې د روسيې په جنوبي خوا کې پرتې کريميا سيمې ته لیږل شوي‌ وو سمدستي سوبمن شول. په هیواد کې خلکو ټکان وخوړ.‌ دا نوې جګړه په يوه لرې پراته هیواد کې د یوه پارونکې سرګرمۍ په څیر وه.‌ خو له دې وروسته بيا خوابدونکي خبرونه خپاره شول؛ زخمي سرتيري په کړاؤ کې وو او له ويرې  ډک حالت کې يې ژوند کاوه. له فلورينس نايټينګل څخه وغوښتل شول چې مرسته وکړي او د ۱۸۵۴ ميلادي کال په مني کې نوموړې د ۳۸ نرسانو سره يو ځای د بحري بيړۍ له لارې د کريميا پر لور وخوځيدله.‌

روغتون يوه زړه کنډواله شوې ودانۍ وه. نايټينګل له خپلو نرسانو سره يو ځای د هغه ځای د موندلو لپاره راورسیدله چې له نويو زخمیانو څخه ډک وو. ګڼ زخمیان پر وینو لړي غولي پراته وو ځکه چې کافي کټونه نه پيدا کیدل. په دې ځای کې د بنداژ،‌ درملو،‌ کمپلو او ان صابون په کډون د هر څه کمی وو. په وارډونو کې موږکانو غارونه ويستلې وو او چټلۍ او خيری په هر ځای کې خور وو. فلورينس نايټينګل يو ځل بيا د خپل نظم مظاهره وکړه.‌

هغې له خپلې ډلې سره يو ځای پر کار پیل وکړ. د هغې نرسانو وارډونه، دهلیزونه او تشنابونه پاک کړل.‌ هغې پخلنځی بيا تنظیم کړ او د کاليو د مينځلو ځای يې هم جوړ کړ.‌ د يوې میاشتې لپاره نوموړې هره ورځ ۲۰ ساعته کار وکړ چې هره ورځ به يې د زخمي سرتیرو په ویزیټ پای ته رسوله او په لاس کې به يې يو څراغ نيولی وو.‌ هغې يوه هيښنده لاسته راوړنه ترلاسه کړه. د شپږو میاشتو په منځ کې د هغې د ناروغانو د مړينې کچه چې په هرو ۱۰۰۰ سرتيرو کې ۴۲۰ ته رسیدله، ۲۲ ته راښکته کړه.‌

فلورينس نايټينګل د خپل پیر يوه تر ټولو وياړلې او نامتو ميرمنې مقام ترلاسه کړ.‌ ملکه ويکټوریا هغې ته د کړي خدمت بدله ورکوله. د دې پرځای فلورینس نايټينګل له خلکو وغوښتل چې پیسې ورکړي څو د نرسانو د روزلو لپاره یو ښوونځی جوړ کړي.‌ پیسې راټولې شوې. په ۱۸۶۰ میلادي کال کې د نرسانو لپاره په لندن کې يو ښوونځی جوړ او هغه ته ورته ښوونځي په نورو ځايونو کې هم جوړ شول. د نرسينګ لپاره زده کوونکي په خورا دقت وټاکل شول. معیار يې سواد، صداقت، زيار او د سخت ډسپلين لاندې د ژوند کول وو. ان د دوی شخصي یاداشتونه به هم په منظمه توګه څارل کیدل چې وګوري دوی څه ډول عادتونه لرل.

فلورينس نايټينګل د ښځو لپاره د کار يوه زمینه مساعد کړه.‌ تر ۱۹۰۰مې پيړۍ پورې ۶۴۰۰۰ مسلکې نرسانې په برطانيه کې د ټولنې خدمت لپاره وړاندې شوې چې د روغتونونو د موثریت او پاکوالي ډاډ يې ورکاوه. فلورينس نايټينګل ۹۰ کاله عمر درلود او په ۱۹۱۰ ميلادي‌ کال کې وفات شوه.‌

د دی مطلب د چاپولو  او د پوشتنی او حوابونو د تر لاسه کولو لپاره په لاندنی "ورد" او یا  "پی دی اف" نسخو باندی کلیک کری.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

doc

Please login to download this file.

About this resource

Languages Available

English

فارسی

پښتو

ازبیکی

منجی

نورستانی

سوجی

شغنانی

پشه یی

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.