×

ناټو


ناټو

 

 

ناټو د شمالي اتلانتيك د تړون د سازمان ((North Atlantic Treaty Organization))د انګليسي نامه لنډيز دى چې اوس مهال يې د شمالي امريكا او اروپا ۲۶ هيوادونه غړي دي .

 

د ناټو (NATO) غړي عبارت دي له : بلجيم ، بلغارستان ، كاناډا ، چك جمهوريت ، ډنمارك ، استونيا ، فرانسې ، آلمان ، يونان ، هنګري ، آيسلنډ ، ايټاليا ، لتونيا ، ليتوانيا ، لوګزامبورګ ، هالنډ ، ناروي ، پولينډ ، پرتګال ، رومانيا ، سلواكيا، سلوانيا، هسپانيا ، تركيه ، انګلستان او امريكاڅخه .

 

ناټو داسې سازمان دى چې له دوهمې نړيوالې جګړې په وروستي پړاو كې په ۱۹۴۹ ميلادي كال د شمالي اتلانتيك تړون د اجرا لپاره جوړ شو . له دوهمې نړيوالې جګړې په وروسته لومړيو كلونو كې د پخواني شوروي د پراختياغوښتنو په غبرګون كې د ۱۹۴۹ كال په مارچ مياشت كې د ختيځې او مركزي اروپا پنځه هيوادونو ، انګلستان ، فرانسې ، بلجيم ، هالنډ او لوګزامبورګ د بروكسل د تړون په لاسليكولو سره د ټوليزې دفاع اتحاديه جوړه كړه .

 

وروسته لدې ډنمارك ، ايسلنډ ، ايټاليا ، ناروي او پرتګال هيوادونو ته هم له دغه تړون سره د يوځاى كېدلو بلنه وركړى شوه .  دوه مياشتې وروسته د ۱۹۴۹ د اپريل په څلورمه له دغه ټولي سره د امريكا او كاناډا په يوځاى كېدو سره د شمالي اتلانتيك تړون په واشنګټن كې لاسليك شو او ناټو سازمان جوړ شو .

 

د ناټو تړون زړه دهغه پنځه مادې جوړوي چې پكې لاسليكوونكو هيوادونو موافقه كړې چې په اروپا يا شمالي امريكا كې په هر يو غړي هيواد پوځي حمله به د تړون په ټولو غړو بريد ګڼل كيږي او ټول به يې مقابلې ته وردانګي  .

 

د شمالي اتلانتيك د تړون د ۹ مادې په اساس د ناټو د ادارې لپاره له پوځي او مدني ارګانونو څخه جوړ متمركز جوړښت په نظر كې نيول شوى . په مشرتابه كې د غړو هيوادونو له بهرنيو چارو وزيرانو څخه جوړ د شمالي اتلانتيك شورا ده  چې لږ تر لږه هر دوه كلونه يو ځل غونډه جوړوي . دغه شوراد ناټو د تړون د تصميم نيونې تر ټولو لوړه مرجع ده او ټول تصميمونه هم په ګډه غوره كوي .

 

داچې ناټو د وارسا تړون او د پخواني شوروي د پوځي ګواښونو د مقابلې لپاره جوړه شوې وه د دغه سازمان لپاره د احتمالي جګړو لپاره يوه بشپړه پوځي قومانداني په نظر كې نيول شوې چې د غړو هيوادونو د پوځ له ستر درستيزانو او دريو اروپايي ، اطلس اقيانوس او انګليسي قوماندانيو څخه جوړه شوې .

 

د ناټو مركز لومړى په فرانسه كې وو خو وروسته له هغې چې په ۱۹۶۶ ميلادي كال كې جنرال دوګل په دغه سازمان د امريكا په ولكې په نيوكې د ناټو له پوځي قوماندانۍ څخه ووت نو بروكسل ته وليږدول شو .

 

امريكا د ناټو تړون په چوكاټ كې كابو درې لكه پوځي ځواكونه او يو شمېر اتومي خولۍ په لويديځ آلمان او د لويديځې اروپا په ځينو نورو هيوادونو كې د شوروي له ګواښونو سره د مقابلې لپاره ځاى په ځاى كړي دي چې د شوروي له دړې وړې كېدو او د ساړه جنګ له پاى ته رسېدو وروسته چې د يو پوځي سازمان په توګه يې د ناټو د تړون شتون تر پوښتنې لاندې راووست په تدريج سره نورو سيمو ته د انتقال په هڅه كې شو .

 

كه څه هم د شوروي دړې وړې كېدل او په ۱۹۹۰ كال كې د المان يوځاى كېدل ددې سبب شول چې د ناټو پوځي رول تر پوښتنې لاندې راشي خو ددغه سازمان غړي په اروپا كې د نړيوال ټيكاو او سياست د ساتلو د يو سازمان په توګه په تمركز سره د هغه د لا پراخوالي په هڅه كې دي .

 

په ۱۹۴۹ ميلادي كال كې د ۱۲ هيوادونو په غړيتوب د ناټو له جوړېدو وروسته كرار كرار دغه غړي هيوادونه زيات شول . يونان او تركيه په ۱۹۵۲ كال ، آلمان په ۱۹۵۵ كال ، هسپانيا په ۱۹۸۲ كال او چك جمهوريت ، هنګري او پولينډ په ۱۹۹۹ كال له دغه سازمان سره يوځاى شول .

 

همدغه راز په ۲۰۰۴ كال كې د ختيځ په لور د دغه سازمان د غځېدلو په پړاو كې د بلغارستان ، استونيا ، لتونيا ، ليتوانيا ، رومانيا ، سلواكيا او سلوانيا د هيوادونو په يوځاى كېدلو سره يې غړي ۲۶ هيوادونو ته ورسېدل .

 

پدې سربېره ناټو اوس د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ په چوكاټ كې د افغانستان او عراق په ګدون د نړۍ په نورو سيمو كې د رول د لوبولو په هڅه كې دى . په استانبول كې د ناټو د مشرتابه د اوولسمې غونډې په بيانيه كې افغانستان ته د نورو پوځي ځواكونو او د عراق د پوځي ځواكونو په روزنه ټينګار د ناټو د نوو ګروهنو ښودنه كوي .

عبدالله الهام جمالزى

 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

doc

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.