د مارکو پولو او د وريښمو د لرغونې لار د بيا پرانستلو په اړه لا زياتې پلټنې
د مارکو پولو او د وريښمو د لرغونې لار د بيا پرانستلو په اړه لا زياتې پلټنې
|
د وريښمو لار
د وريښمو لار يوه لار نه ده. د اروپا او د چين تر منځ د عمومي لارې په اوږدو کې ګڼې نورې لارې هم موجودې وې. دې لارو شرق او غرب د جغرافيې او کولتور له پلوه سره تړلي وو او د دواړو سيمو تر منځ يې د اجناسو او افکارو تبادلې ته لار اواره کړې وه. يوه سوداګريزه لار د چنګان Changan له ښار څخه پیل، له آسيا څخه تيره، د غرب پر لور د ايران ارتفاعاتو ته او بيا له هغه ځايه د مديترانې بحیرې ته رسیدله. يوه بله لار چې د چنګان له ښاره پیل شوې وه لومړی د جنوب او بيا د غرب پر لور مدیترانې ته ننوتله.
سوداګر او تجاران د وريښمو په ځمکنۍ لار کې
دغه ځايونه مو د نړۍ په نقشه کې په نښه کړئ.
امپراتور ودي Wudi شمال لويديځې پولې ته يو ډيپلومات واستوه. کله چې ډيپلومات راستون شو، خلکو د ډيپلومات په هغو کيسو کې زیاته ليوالتيا وښودله چې د لويديځې ځمکې په اړه يې کولې. د مرکزي آسیا او اروپا خلکو هم د وريښمو او هغو نورو توليداتو په اړه معلومات ترلاسه کړ چې په چين کې پيدا کيدل. په پای کې سوداګرو د چين، هندوستان او روم تر منځ د وريښمو لار تعقيب کړه. خلکو د ختيځ او لويديځ تر منځ لار د وريښمو د لار په نامه ياده کړه، ځکه چې وريښم له هغو ډيرو مهمو سوداګريزو اجناسو څخه وو چې د دې لارو په اوږدو کې انتقال کيدل.
د وريښمو سربيره ګڼ نور اجناس د وريښمو د لارې په اوږدو کې انتقال کيدل چې يشم، آسونه، عاج، ښيښه، مساله، پنبه او امبر په کې شامل وو. د وريښمو پر لار سفر کوونکو د ساينس، رياضياتو، نجوم، طب، جګړه ييز هنر او دين په اړه معلومات هم شريکول.
د وريښمو د لرغونې لار بيا پرانستنه
په ۲۲۰ میلادي کال کې د خان Khan د کورنۍ د واک له سقوط سره د وريښمو د لار په اوږدو کې سوداګري را کمه شوه. د ټانګ Tang کورنۍ له واک ته رسيدلو سره سوداګري يو ځل بيا زياته شوه خو په ۹۰۰ میلادي کال کې له واکه د ټانګ له غورځيدو سره بیا کمه شوه. کله چې مغل د ۱۳مې پيړۍ پر مهال په چين کې واک ته ورسيدل د وريښمو د لار په اوږدو کې سوداګريز سفرونه بيا پیل شول او د اروپا او چين تر منځ اړيکو پراختیا وموندله.
خپل د ټولګۍ په مهال ليکه کې، پورته يادو شويو نيټو ته اشاره وکړئ.
مغلو د اروپايي سوداګرو پر وړاندې غيږ پرانستله او د اجناسو او افکارو تبادلې ته يې وده ورکړه. د اروپا خلکو د چینايي اختراعاتو لکه باروتو، چاپي موادو او قطب نما سره آشنا شوي وو. د لويديځ خلکو يو ځل بيا د چين له توليداتو سره ليوالتيا ښکاره کړه.
مارکوپولو – چين ته سفر کوونکی اورپايي
د وريښمو په لار کې يوازې يوه سفر کوونکی، چين ته د سفر د ليوالتيا په رامنځته کولو کې لوی لاس وکړ. مارکوپولو د ايټاليا له وينيس څخه خپل سفر پیل کړ، ټوله مرکزي آسيا يې ووهله او بيا د چين بيجينګ ښار ته ورسيد.
پخپله نړيواله نقشه کې دغه لار په نښه کړئ.
مارکوپولو په ۱۲۷۱ ميلادي کال کې د ۱۷ کلونو په عمر چين ته سفر وکړ. په چين کې نږدې ۲۰ کاله پاتې شو او خپل وخت د کوبلای خان په دربار کې تير کړ. کله چې ايټاليا ته راستون شو د نړۍ د تعريف تر سرليک لاندې يې يو کتاب ولیکه چې منځپانګه يې په چين کې د نوموړي د شل کلنې هستوګنې په اړه وه.
په دې کتاب کې نوموړي هغه هيښنده پيښې انځور کړي دي چې د چين په ګوټ ګوټ کې يې ليدلې وې. نوموړي د هغې لويې ميلمستيا په اړه ليکلي دي چې د کوبلاي خان په دربار کې رابلل شوې وه او د موسيقۍ، سندرغاړو، نڅاګرو، فيلانو او زمريانو په کارولو سره يې له ۶۰۰۰ زياتو رابلل شويو ميلمنو وخت ورتير کړ. نوموړي د خپل کتاب یوه برخه د سوداګرو له خوا کارول شويو کاغذي پيسو، نيغو او پاکو کوڅو، ښکلو جهيلونو، کانالونو او پلونو ته بيله کړې ده. نوموړي دا هم لیکلي دي چې خلکو څه ډول سکاره د سون د موادو لپاره او وريجې د شرابو د جوړولو لپاره کارولې.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.