خوارځواکي (سوء تغذیه)
خوارځواکي یا (malnutrition) له دوو کلمو څخه اخېستل شوې، چې (mal) په معنا ده خراب او (nutrition) په معنا د تغذي دی؛ یعنې خرابه تغذي. خرابه تغذي په دې معنا چې یا خواړه او مغذي مواد مطلق کم شي او یا یې کمښت په نسبي ډول رامنځته شي او یا هم ددې برعکس؛ غذايي مواد له حد ډیر زیات شي، چې (obesity) یا چاغښت رامنځته کړي، یعنې خوارځواکي د بدې تغذیې ټول ډولونه خپل ځان کې رانغاړي او بحث پرې کوي. که لږ څه نور وضاحت ته ولاړ شو، نو ویلای شو، چې خوارځواکي هغه پتالوژیک حالت دی، چې د غذايي موادو مطق او یا نسبي کمښت له امله رامنځته کیږي او دغه راز ددې اپوټه کله چې دې خوراکي موادو کې زیادښت رامنځته شي، نو شخص په چاغښت چې د خرابې تغذۍ څخه رامنځته کیږي اوړي .
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.