لیک نښې سمې و کاروئ
د لیک نښو د سیستم پیژند (تعریف): هغه بې غږه، منلی شوی، سمبولیک سیستم دی چې په لیک او لوست کې اسانتیا رامنځ ته کوي. د لیک نښو په باب د بهرنیو لیکوالانو تر څنګ، افغان لیکوالانو هم خورا زیار ایستلی دی، تر دې چې په پښتو ژبه کې یې د یو سیستم په بڼه د لیک نښو سمبولونه ټاکلي دي. په پیژند کې مو د بې غږه، قراردادي او سمبولیکو ځانګړنو خبره وکړه، اړینه ده چې د ثبوت په بڼه یې په هر یوه ځانګړی پیژند وړاندې کړو.(لیکوال)
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.