×

د تطبیقی ادبیات مکتبونه


په دې مقاله کې هڅه شوې، چې د تطبیقي ادبیاتو  په اړه رڼا واچول شي او په بشپړ ډول توضیح شي. وروسته ېې د نورو ادبي مکتبونو سره توپير په ګوته شوی، همدا رنګه په دې مقاله کې تاسې لولئ، چې په ایران کې څرنګه تطبیقي ادبیات  پیل شوي. په ننۍ نړۍ کې ېې ارزونه او په ټوله کې د روښانه دلایلو پربنسټ  د تطبیقي ادبیاتو پر ارزښت خبرې کوو.

تطبیقي ادبیات  د نمایشي او عمومي ادبیاتو نوې او پراخه څانګه ده، چې په دې کې د بېلابېلو ادبي اثارو تشبیه او وړې ادبي نمونې ارزول کېږي.  په تطبیقي ادبیاتو کې کره کتونکي او څېړونکي ته د ادبي اثر  رول مهمه نه دی، بلکه  په کیفیت او د هغه قوم ادبي او فرهنګي ارزښتونه ورته مهم دی، چې لیکوال په خپله ادبي اثر کې رانغاړلي وي. تطبیقي ادبیات د ټولو ملي، سیاسي، جغرافیوي، ژبني او هېوادونو د سرحدونو ور هاخوا د نویو فکري او  د بېلابېلو ګډو فرهنګي  ارزښتونو په لټه کې دي.  په بله وینا تطبیقي ادبیات  نه یوازې دا  چې د نورو انساني علومو سره د اړیکو رغولو په لټه کې دي بلکه دا هم غواړي چې د نورو مختلفو  فرهنګونو  سره د تفاهم لار غوره کړي. پر همدې بنسټ په یاده برخه کې تحقیق او قلم خوځول مهم او د ارزښت وړ دی.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

صدیقه شرکت مقدم

Translator

وژمه فتحی

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.