×

د ټولګې د تصفیې لارښودونه

د تصفیې هدف

د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د ټولګې بنسټ او همداراز د هغه د پراختیا او ساتنې څرنګوالی د هغه د رسالت او د ټولګې د لومړیتوبونو، لکه څرنګه چې د درخت دانش د کتابتون د راغوڼدولو په پالیسۍ کې بیان شوي، راځي. د کتابتون د سرچینو ارزونه پدې موخه ده، چې زاړه، تاریخ تېر، بې ربطه، د نه لاسرسي وړ، شلېدلي، له کاره لوېدلي یا له موضوع څخه خارج مواد له کتابتون څخه ليرې کړي. تصفیه دا ډاډمنوي، چې د کتابتون مواد ګټور، جالب، او د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون کاروونکو د لاسرسي وړ دي.  ښه تصفیه، کتابتون زیات ګټور کوي او په آسانۍ د يې کارونې وړ ګرځوي. تصفیه د یوه ګټور کتابتون د ساتنې یوه طبيعي برخه ګڼل کېږي.

 

د سرچینو د تصفیې معیارونه

  • د سرچینو انلاین پته پرې شوې او نوې پته په آسانۍ سره د موندلو وړ نده.
  • د سرچینو انلاین پتې او لینکونه پرې شوي؛ له سرچینو بشپړه ګټه نشي اخیستل کېدای.
  • د سرچینې فارمټ له وخته تېر او په ډیجیټلي آلو کې د کار وړ ندی.
  • علمي یا نوره محتوا له وخته تېره یا نوره کره نده.
  • د یوې ښوونیزې سرچینې په توګه د سرچینې پیاوړتیا (مثلاً، سرچینه په سختۍ سره ځواب ورکوي، د غږ/ویډیو (مېډیا) فارمټ نېټه لري یا داسې یو سافټ ویر ته اړتیا لري، چې نور موجود ندی.)
  • د سرچینې موخه نامعلومه ده یا د ښوونیزو موخو لپاره نه کارول کېږي (مثلاً، د کنفرانس د مقالو ټولګه، بلاګونه، خبرپاڼې)
  • سرچینه په مستقیمه توګه د لاسرسي وړ نده (مثلاً، د ګډون لګښت، داسې یوې پاڼې ته ځي، چېرې چې اصلي سرچینې ته تګ ستونزمن دی).
  • اصلي سرچینه د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د اصلي جوړوونکي څخه بل ځای او نار اړینه ده.
  • سرچینه د پرانیستې ښوونیزې سرچینې (OER) په توګه د درخت دانش د کتابتون معیارونه نه پوره کوي.

د درخت دانش د کتابتون د راغوڼدولوپالیسي، د درخت دانش د کتابتون د سرچینو اولویت بندي او د انتخاب معیارونه او د درخت دانش د کتابتون د سرچینو د کیفیت چک لېسټ، د درخت دانش د کتابتون د سرچینو په ارزښت د پوهېدلو لپاره اضافي معیارونه برابروي او د تصفیې په بهیر کې باید په دومداره توګه سره په پام کې و نیول شي.

 

د سرچینو ارزونه

د تصفیې د ارزونې بهیر به د کتابتون د موادو د اېډېټور لخوا چې د درخت دانش د کتابتون د ټولګې سره بلدتیا لري او د کتابتون په موخو پوهېږي، ترسره شي. د سرچینو د تصفیې معیارونه چې پورته بیان شوي، د درخت دانش د کتابتون د راغوڼدولو پالیسي، د درخت دانش د کتابتون د سرچینو اولویت بندي او د انتخاب معیارونه او د درخت دانش د کتابتون د سرچینو د کیفیت چک لېسټ د دې لپاره لارښودونه برابروي، چې ، چې آیا یوه سرچینه د درخت دانش په ډیجیټلي کتابتون پورې اړه لري یا باید تصفیه شي.

کله چې یو کره کتونکی وړاندیز کوي، چې یوه سرچینه بايد تصفیه شي؛ نو هغه به د "کره کتنې"په حالت نښاني کېږي. د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون له ټولګې څخه د سرچینو نهایي حذف به د درخت دانش د ډیجیټلي کتابتون د مدیر لخوا منظورېږي او د منظورۍ په صورت کې به د نوموړې سرچینې حالت "حذف شوې" ته بدلون کوي او په کتابتون کې به نور نه ښکاري.

اړوند اسناد:

د درخت دانش د کتابتون د راغوڼدولو پالیسي

د درخت دانش د کتابتون د سرچینو اولویت بندي او د انتخاب معیارونه 

د درخت دانش د کتابتون د سرچینو د کیفیت چک لېسټ

د درخت دانش د کتابتون په اړه معلومات

* مهمه یادونه: د ساینسي مضمونونو لپاره لکه طب، هېڅ ډول معلومات د پخوانیو یا ناسمو معلومات په شان غوره نه ګڼل کېږي. د ساینس په نورو برخو کې ( فزیک، نجوم پوهنه) معلومات په چټکۍ سره په نېټې پورې اړه لري او تصفیه باید د ټولو هغو شیانو په اړه دقیقه وي، چې له پنځو کلونو څخه زاړه وي او د کره والي په موخه ارزول شوي وي او له کتابتون څخه حذف شوي وي. نورې برخې لکه ریاضیات سوکه بدلون مومي او د هغوی تصفیه به لږه دقیقه وي.