کاربوهایډریټونه څه ته ویل کېږي؟ کاربوهایډریټونه هغه واړه مغزي مواد دي چې له کاربن، هایدروجن او اکسیجن څخه جوړ شوي دي. همدا رنګه د بدن د انرژۍ اصلي سرچینه ده او د حجروي میتابولیزم (د حجرو د انرژۍ تولید) په برخه کې مهم رول لري. د جوړښت له مخې، کاربوهایډریټونه په درې اصلي ډولونو وېشل کېږي: مونوساکرایډونه (Monosaccharides): ګلوکوز (Glucose)، فروکتوز (Fructose) چې په مېوو کې پیدا کېږي او همدا رنګه ګالاکتوز (Galactose) په شیدو کې وي. ډایساکرایډونه (Disaccharides) د سرچینو بېلګې ېې لکه: سکروز (Sucrose – د خوږې بورې، چې له ګلوکوز او فروکتوز څخه جوړه ده) او لاکټوز (Lactose – د شیدو بوره چې له ګلوکوز او ګالاکتوز څخه جوړه ده). پولیساکرایډونه (Polysaccharides): نشایسته (Starch – په حبوباتو کې موندل کېږي) او غذایي فایبر (Dietary fiber)، چې د کولمو او هاضمې سیستم په برخه کې مهم رول لري. دا ویدیو کلیپ د د معاصرې تغذيې پېژندنه کورس د درسي موادو یوه برخه ده، چې د درخت دانش اکادمۍ لخوا چمتو شوې او په وړیا توګه وړاندې کېږي. درخت دانش اکادمۍ شل وړیا کورسونه په فارسي، پښتو او انګلیسي ژبو چمتو کړي او په خپل پلاتفورم کې یې خپاره کړي دي. د دې کورسونو ته د لاسرسي لپاره زموږ ویب پاڼې ته لاړ شئ:
https://courses.darakhtdanesh.org/?lang=ps
About this resource
Resource level
هره کچهناشر
جواز/ دارنده حق چاپ
CC BY / CC BY-SA