منابع باز و رایگان آموزشی برای افغانستان

فلتر
فایل: شماره شناسایی
docx برای دانلود کردن این فایل، لطفا وارد سیستم شوید

د مخلوط تجزيه

     
897 نمایش‌ها
0

زياتره مواد چې په ورځني ژوند کې کارول کيږي يو وخت د مخلوط برخه وه. يو وخت کوم چا دغه ماده له يو مخلوط څخه جلا کړې ده له دې کبله يې موږ کارولی شو. ځينې وخت ګڼ مرکبات او عناصر په طبيعت کې په سوچه بڼه نه موندل کیږي بلکې د يوه مخلوط د برخې په توګه موندل کیږي. له مخلوط څخه د موادو بيلول د کيميا او معاصر صنعت مهمه برخه ده.

مخلوط ولې تجزيه کوو؟

په ټول لرغوني پیړۍ کې صنعتکارانو د اړتیا وړ مواد د مخلوط له بيلولو ترلاسه کول. د دې کار يوه بيلګه د اسبابو او وسلو د جوړولو په موخه له فلز لرونکو کاني ډبرو څخه د اوسپنې بيلول دي. موږ به له مخلوط څخه د موادو د جلا کولو نورې بيلګې په لاندې برخه کې وړاندې کړو.

د مخلوط د تجزيې بهير

په هغه طریقه چې په مخلوط کې موجود بيلابیل مواد له يو بل څخه جلا کیږي پروسه ورته وايي. د مخلوط د بيلولو لپاره له يو شمير بيلابیلو پروسو څخه کار اخيستل کیږي. يو لړ پروسې خورا پيچلې دي او په ترسره کولو کې يې له خطرناکو کيمياوي توکو او د حرارت له لوړې درجې څخه کار اخيستل کیږي. نن د نړۍ ګڼ مهم صنعتونه د مخلوط د تجزيه کولو پر پروسې تکیه کوي.

- د فلتر طريقه

- تقطير

- سنټري فيوج

- نورې پروسې

د دی موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.

 


پیرامون این منبع
به زبان‌های زیر موجود است
مضمون مطلب
کيميا
سطح منبع
دويمنۍ
نوع منبع

درسی نصاب

جواز/مجوز

عامه لمن / CC 0

0 نظر (نظرات)