فایل: شماره شناسایی
docx برای دانلود کردن این فایل، لطفا وارد سیستم شویدد کيمياوي معادلاتو بيلانس زده کړئ
کیمياوي معادله هغه اسانه لار ده چې په مرسته یې يو کيمياوي تعامل ښودل کیږي ـ دا معادلې ښايي چې کوم عناصر تعامل کوي او په نتيجه کې يې کوم مرکب لاسته راځي. په معادله کې تعامل کوونکي عناصر د ويکتور کيڼ خوا او له تعامل څخه لاسته راغلی محصول د معادلې ښی خوا ته راځي. يوه بيلانس شوې کيمياوي معادله په دواړو خواو يعنې د تعامل کوونکو عناصرو خوا او د هغو د تعامل په پايله کې رامنځته شوي مرکب خوا کې د اتومونو مساوي شمير لري.
طرزالعمل: د دې لپاره چې د يوه کيمياوي تعامل بيلانس معلوم کړئ، د هر يوه عنصر د اتومونو شمير د معادلې په دواړه خواو کې وشميرئ. بيا هغه شمير وټاکئ چې که د تعامل کوونکو عناصرو او يا د لاسته راغلي مرکب له اتومونو سره ضرب کړل شي، د معادلې د دواړه خواو اتومونه سره مساوي کړي. دغه شمیرې د ضريب په نامه ياديږي. اوس د تعامل کوونکو عناصرو او لاسته راغلي محصول د اتومونو له شميرلو سره معادله چک کړئ. که معادله بيلانس وي، په دواړو خواو کې به د اتومونو شمير مساوي وي.
د بشپړ متن لوستلو لپاره لاندي فایل راښکته (ډاونلوډ) کړۍ.
پیرامون این منبع
نوع منبع
ناشر
جواز/مجوز
عامه لمن / CC 0
