File 1
docx Please login to download this file.حيواني ډلې

مفاهيم
دا درس زده کوونکو ته د حيواناتو بيلابيلې ډلې او د هغوی خواص ورمعرفي کوي:
تي لرونکي حيوانات
- دا حيوانات د ملاتير او داخلي سکليټ لري
 - تي لري او ښځينه جنس يې خپلو بچيانو ته شيدې ورکوي
 - ويښتان او يا پت لري
 - د بوټو خوړونکي د بوټو د خوراک او خوښه خوړونکي د خوښې د خوراک لپاره ځانګړي غاښونه لري.
 - توده وينه لري ـ له خوراک څخه د اخيستل شوې انرژۍ په مرسته بدن ته له دننه تودوخه ورکوي.
 - بيلګې يې ـ انسانان، بيزوګانې، کوالا او داسې نور دي.
 
کب
- په اوبو کې ژوند کوونکی حيوان دی چې د ملا تير، برانشونه او داخلي سکليټ لري.
 - زياتره سړه وينه لري، خو ځينې نوعې لکه ټونا او شارک توده وينه لري.
 - بيلګې: شارک، څيښدونکی کب، طلايي کب او داسې نور
 
حشرات
- دا حيوانات د ملا تير نه لري.
 - پر ځمکه د حيواناتو تر ټولو زیاتې، خپرې او متنوعې ډلې دي.
 - بهرنی سکليټ لري.
 - درې ټوټې بدن، شپږ پښې او وزرونه لري
 - بيلګې: سلايي، اخوندک، خزدکه، ملخ، میږی او داسې نور.
 
غڼې
- داړه ماره حشره ده چې د ملا تير نه لري.
 - بدن يې دوه برخې، اته پښې لري، خوله يې ژوونکې برخې نه لري او وزرونه هم نه لري.
 - ټولې غڼې د خپلې ګيډې په وروستۍ برخه کې وريښم توليدوي. زیاتره نوعې بيا له دې څخه په يوه جال کې د نورو حشراتو د بندولو کار اخلي، نورې نوعې يې په مستقيم ډول ښکار کوي. له دې وريښمو څخه په پورته کيدو، د سوريو لپاره د ښویو او ميينو ديوالونو د جوړولو، د هګيو لپاره د کڅوړو، د ښکار د نغښتلو او نورو اړتياؤ لپاره کار اخلي.
 - بيلګې: سورڅټې غڼه، ښکاري غڼه، اوږد لينګۍ غڼه او داسې نور.
 
غبرګژوندي [ذوحياتين]
- غبرګژوندي حيوانات د ملا تير او داخلي سکليټ لري.
 - دوی د خپل ژوند يوه برخه په اوبو او بله پر وچه تيروي.
 - ان هغه نوعې چې په وچه کې هګۍ اچوي هم خپل ژوند په هغو هګيو کې پيلوي چې له مايع ډکې دي، او د برانشونو له لارې تنفس کوي.
 - بيلګې: چنډښه، څينډاخ، څرمښکۍ.
 
خزنده
- خزنده هغه حيوانات دي چې پرته له انټارکټيکا څخه په بله هر يوه وچه کې موندل کیږي.
 - د دوی بدن دومره تودوخه نشي توليدولی چې د بدن تودوخه ثابته وساتي له دې کبله "سوړ ویني" بلل کیږي. خزنده د خپل بدن د داخلي تودوخې د درجې د تنظيم لپاره له چاپیريال څخه د تودوخې پر اخيستو او له لاسه ورکولو ډډه لګوي. د بيلګې په توګه د لمر او سيوري تر منځ د ځای د تبادلې، او د بدن دننيو برخو ته د تودې وينې د ليږلو او بهرنيو برخو ته د سړې وينې د ليږلو له لارې د بدن تودوخه تنظيموي.
 - د ملا تير او داخلي سکليټ لري.
 - پر فلس پوښل شوي دي.
 - داسې هګۍ اچوي چې شاربل کیږي.
 - بيلګې: ماران، کربوړی او کيشپ.
 
کرسټاسين [کلک پوستي]
- کرسټاسين د حیواناتو يوه لويه ډله ده چې په حشراتو پورې مربوط دي.
 - دوی د ملا تير نه لري، خو يوه کاسه او يا ګوجګی لري لکه ګوجګی لرونکی چنګاښ.
 - زياتره یې اوبني دي چې په خوږو اوبو او يا بحري چاپيريال کې موندل کیږي، خو يو څو ډلو يې پر ځمکه ژوند پیل کړی دی لکه د وچې چنګاښ، د وچې ګوجګی لرونکی چنګاښ او خارک.
 - بيلګې: لوبسټر، چنګاښ، شريمپ او بارنيکل.
 
مرغان
- مرغان دوه پښي او يا دوبل دي
 - تود ويني دي
 - کلک پوستې هګی اچوي
 - د ملا تير او داخلي سکليټ لري
 - بڼکې لري، او وړاندينی اندام يې د وزرونو په توګه کاروي، زیاتره يې منځ تشي هډوکي لري چې د الوتنې لپاره يې وزن کم ساتي.
 - مرغان له کوچنۍ مچ خورکې څخه نیولې بيا تر شترمرغې او ايمو [شتر مرغې ته ورته مرغه] پورې بيلابيل ډولونه لری.
 - مرغان د ګلانو له عصارې، بوټو، تخمونو، حشراتو، ماهیانو، تی لرونکو ژوو، خوسا شویو اجسامو او نورو مرغانو څخه خپل خوراک برابروي.
 - زياتره مرغان د ورځې له خوا فعالیت کوي چې [diurnal] يا ورځني يې بولي، خو ځينې مرغان لکه کونګ د شپې له خوا فعال وي چې [nocturnal] يا شپيني يې بولي.
 - بيلګې: عقاب، کيشکره، چتکی، توتکۍ. نه الوتونکي مرغان له پينګوين او ايمو [يو ډول شتر مرغه] څخه عبارت دي.
 
ستاسې دنده
- د حیواناتو د هر يوه ګروپ انځورونه راغونډ او يا جوړ کړئ چې زده کوونکو ته د دې حيوناتو په پيژندنه کې مرسته وکړي.
 - د حيواناتو د بيلابيلو ډلو د تشريح لپاره له آفاقي معلوماتو او نورو سرچينو څخه استفاده وکړئ.
 - زده کوونکي هم د بيلابيلو حيواناتو انځورونه راټولولی او هغو ته په کتو سره خپل د خوښې حيوان انځورولی شي.
 
About this resource
Resource type
Publisher
License
عامه لمن / CC 0