معاصر تغذیوی جوړښت
تغذیه زموږ د عمومي روغتیا، فعالیت او هوساینې لپاره خورا اړینه ده. په دې کورس کې به موږ د معاصرې تغذیې بنستيزو لارو چارو اروزنې سربېره د هغو مغزي موادو په اړه هم بحث وکړو چې زموږ د بدن لپاره انرژي برابروي او د اساسي فعالیتونو ملاتړ کوي.
راځئ چې د عصري یا معاصرې تغذیې او همدا راز د تغذیوي میټریکس له پېژندنې څخه پیل وکړو؛ دا اساسي مفهوم د دې څرګندونه کوي چې څنګه مغزي مواد د خوړو په جوړښت کې له یو بل سره تعامل کوي. تر دې وروسته به موږ د قوي یا لویو مغزي موادو«کاربوهایډریټونو، شحمیاتو/وازګو، پروټينونو او امینو اسیدونو» د دندو خوراکي سرچینو او میتابولیزم په اړه رڼا واچوو.
پر دې سربېره به د هغو وړو یا کوچنیو مغزي موادو په اړه هم بحث وکړو چې د روغتیا لپاره اړین منرالونه پکې شامل دي او د کورس په پای کې به د اوبو د ارزښت په تړاو خبرې وکړو چې تر ټولو بنسټيزه خو له پامه غورځيدلې برخه ده.
د دې کورس په پای کې به تاسې د هغو بنسټيزو تغذیوي موادو په اړه بشپړ او هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ چې د متوازن او سالم رژیم په جوړولو کې مرسته کوي. راځئ چې د غوره تغذیې او سالمې روغتیا پر لوري خپل سفر پیل کړو.
معاصر تغذیوی جوړښت ویدیو کلیپ د د معاصرې تغذيې پېژندنه کورس د درسي موادو یوه برخه ده، چې د درخت دانش اکادمۍ لخوا چمتو شوې او په وړیا توګه وړاندې کېږي. درخت دانش اکادمۍ شل وړیا کورسونه په فارسي، پښتو او انګلیسي ژبو چمتو کړي او په خپل پلاتفورم کې یې خپاره کړي دي. د دې کورسونو ته د لاسرسي لپاره زموږ ویب پاڼې ته لاړ شئ:
https://courses.darakhtdanesh.org/?lang=ps
https://courses.darakhtdanesh.org/?lang=ps
About this resource
Publisher
License
CC BY / CC BY-SA