افغُانستُانی ݜچي هوړُاجيلی او آندېي بېخا

فلټر
File 1
pdf Please login to download this file.

د ژبې او تفکر اړیکه

     
284 views
0

موږ ټول په ورځيني ژوند کې لږو ډېر له داسې پېښو سره مخامخېږو چې ناببره مو له خولې یو بې مانا غږ (اخ، وخ، هه...) وځي او دلیل یې دا دی چې د سوچ فکر لپاره، یوه ثانیه او ان سانتیم وخت را کابو کولای نه شو او بې فکره ناڅاپي هیجاني غږ مانا نه شي درلودای، تر څو ورسره نور مانیز توکي مله نه شي، یو مرستیال وینا توک هم نه بلل کېږي؛ په دې توګه ژبپوهان وايي، بې ژبکارونې فکر کولای شو، خو بې فکره ژبه پرکار اچولای نه شو. هرګوره، بې مانا ولولیزې او هیجاني غږ یا چغې، لکه د قهر او پرغز(غضب) په ترڅ کې که اوږدې هم شي او یو لږکی وخت هم واخلي، بیا هم چې فکر ورسره نه شي مل کېدای، اپلتې بلل کېږي او د سړي له خولې هسې زګونه بادېږي.


About this resource
Available in the following languages
Resource level
هره کچه
Resource type

مقاله

ليکندرو

څیړونکې: وژمه (فتحي)

چُاپ تهيلُا حق

CC BY / CC BY-SA

0 Comment(s)