×

د ارتباطاتو تاريخ


ژوي د ارتباطاتو ځانګړی ميتود لري. د بيلګې په توګه ډولفين له نورو ډولفينونو سره د رابطې د ټينګولو او د ښکار پر مهال له يو بل سره د همغږۍ لپاره له غږ څخه کار اخلي. ان د بشر د تاريخ له پیله راپديخوا له نورو سره د ارتباطاتو د ټينګولو ګڼې لارې کارول کيږي. وګړو د نړۍ په بيلابیلو برخو کې له بیلابيلو ژبو څخه په استفادې سره خپل فکر نورو ته څرګنداوه. مدنیت په تدريجي توګه وغوړيده او له نورو لویو وچو سره د اړيکو ټينګول د اقتصادي او سياسي اړيکو د جوړولو لپاره يوه اړتیا وبلل شوه.‌

د نړۍ په تاريخ کې موږ د ارتباطاتو خورا په زړه پورې او هيښنده لارې چارې موندلی شو. د سري لنکا تاريخ ښايي چې د دې هيواد وګړو زياتره وخت له مرغانو څخه په استفادې سره خپل پيغامونه ليږل. او ځينې پيغامونه د هغو مرغانو په نامه نومول کيدل چې انتقال به يې کاوه. په کال ۱۰۰۰ قبل الميلاد کې د چو شاهي سلسلې خپل پستي سيسټم جوړ کړ. ليک به د آس پر شا تر بلې پستې پورې وړل کیده. روميانو د پيغام رسولو خپل سيسټم درلود چې د کرسس پوبيس Cursus Pubius  په نامه يې یاداوه. دوی به له پیاده پیغام وړونکو استفاده کوله. چنګيز خان له کورنیو کفترو څخه په استفادې سره د خپل وخت لرغونی پستي سيستم جوړ کړی وو.

د اروپا په تاریخ کې منځنۍ پيړۍ تر ټولو مهم پیر ګڼل کیږي. د چاپ د ماشین تر اختراع وروسته خلکو د مطالعې له لارې معلومات راټولول. له همدې وخته خلکو تفکر پیل کړ. په پايله کې يې ګڼ اختراعات او تيوري ګانې وړاندیز شوې. چې تر منځ يې ټليګراف،‌ ټليفون،‌ ټلويزيون او راډيو هم شامل دي.

د دی موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.

File 2

pdf

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.