جنوب لويدیځه آسیا - د ځمکې طبيعي جوړښتونه او منابع
د ځمکې طبيعي جوړښتونه سيمې سره ويشي
مړه بحيره ولې مړه ده؟
جنوب لويديځه آسیا د يوه داسې پل حيثيت لري چې آسیا، افريقا او اروپا سره نښلوي. دا سيمه پر یوه لوی ښويدونکي ټيکټونيکي پليټ پرته ده. د جنوب لويديځې آسیا تر ټولو څرګند طبيعي جوړښت عربي ټاپووزمه ده. دغه ټاپو وزمه په جنوب لويديځه خوا کې د افريقا له لويې وچې د سرې بحيرې په واسطه او د ختيځ له خوا د فارس خلیج په واسطه بيله شوې ده. په دې سیمه کې بله طبيعي ځمکه د اناتوليا ټاپووزمه ده. دغه ټاپو وزمه اوس د ترکيې د هيواد په ولکه کې ده. د آسيا د لويې وچې پیل له همدې ځايه کيږي.
دغه دواړه ټاپووزمې له ستراتيژيکو بحري لارو سره پولې لري. سره بحيره د عربي ټاپووزمې جنوب خوا کې مديترانې سمندر ته يوه ستراتيژيکه لار لري، چې د سويس کانال دی.
له جنوبي او ختيځې آسیا څخه سوداګريز اجناس له همدې بندره اروپا او شمالي افريقا ته رسیږي.
د اناتوليا ټاپووزمه د تورې بحيرې او مديترانې سمندر تر منځ پرته ده. د دې ټاپووزمې په لويدیځه برخه کې د بيړيو د چلند دوه لارې د نریو تنګو په ډول موجودې دي.
دا د باسپورس او ډارډنيلز تنګې دي. د دې تنګو کنټرول د هغې سوداګرۍ او ټرانسپورټ د کنټرول په معنی دی چې د روسيې او د آسيا د ننوتځي يا دروازې تر منځ روان دي.
د عربي ټاپووزمې زياتره برخه دښتو نیولې ده. دا سيمه وچه، ریګزاره او باد لرونکې ده. زیاتره ځمکه يې شاړه ده له دې کبله ډیره لږ کارول کیږي. دښتې د ټيټو غونډيو، تپو او خوړونو له خوا به بیلابيلو ځایونو سره ويشل شوي ده. خوړ د سیند هغه مسير ته وايي چې د باراني موسم پرته په نورو وختونو کې وچ پاتې کيږي. د دې ټاپووزمې په جنوب لويديځ ګوټ کې د غرونو يوه لړۍ له ځمکې راپورته شوې ده. دا د حجاز غرونه دي.
د دې موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.