×

محلول او انحلال


محلول څه دی؟

محلول د مخلوط يو ځانګړی ډول دی چې په ترڅ کې يې يوه ماده په بله ماده کې حل کیږي. محلول په ټولو برخو کې ورته او يو ډول وی چې له دې کبله متجانس مخلوط بلل کیږی.

یو محلول ځانګړي خواص لري:

•     د محلول ټوله برخه يو ډول يا متجانس وي.

•     محلول ثابت وي او د وخت په تیرید سره نه بدلون کوي او نه رسوب کوي

•     د منحله مادې بڅرکي دومره واړه دي چې د فلتر په مرسته نشي بيليدلی

•     د محلل او منحله مادې مالیکولونه د سترګو په مرسته نشي تشخيص کیدلی

•     د رڼا وړانګه نه خپروي

د محلول بيلګه

د محلول يوه بيلګه مالګوبی دی چې د مالګې او اوبو له مخلوط څخه جوړ شوی دی. په مالګوبي کې مالګه نه ليدل کيږي او د مالګې او اوبو محلول که يوازې پريښودل شي همداسې د محلول په توګه پاتې کیږي.

 

 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.