×

عطارد


عطارد څه ډول سياره ده؟

اوس چې پلوټو د سيارو له لیسته ويستل شوی دی، عطارد د شمسي نظام تر ټولو کوچنۍ سياره بلل کیږي. عطارد يوه ډبرينه سطحه او اوسپنيزه هسته لري.‌ د عطارد اوسپنيزه هستې حجم د نورو ډبرینو سیارو لکه ځمکې او مريخ په پرتله ډیر زیات دی. له دې کبله دا د عطارد کتله د هغې د جسامت په پرتله ډیره لوړوي.

عطارد يوه شاړه سياره ده او سطحه يې د آتشفشانونو پر سوړو پوښل شوې ده چې د وړوکو اسماني سيارو او نورو اجسامو د اغيز له کبله دی. عطارد د ځمکې سپوږمۍ ته ډیر ورته دی.‌

عطارد هيڅ اتموسفير نه لري او د لمر چاپیر خورا ورو مزل کوي. د عطارد يوه ورځ د ځمکې له ۶۰ ورځو سره برابره ده.‌ د اوږدو ورځو او د اتموسفیر د نشتوالي له کبله د عطارد د حرارت درجه د وحشتناکه حدودو په منځ کې ده. هغه خوا چې يې د لمر پر لور وي سخته تودیږي (۸۰۰ فارنهايټه)، خو هغه خوا چې يې له لمر څخه لرې وي سخته سړه وي (۳۰۰- فارنهایټه) ته رسیږي.‌

د دی موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.