د ایوریست غر
د ایوریست غر د 8848 متره (29028 فټ) ارتفاع په درلودو د بحر له سطحی څخه د نړی تر ټولو جګ غر دی. د ایوریست غر نسبتاً ځوان غر دی او ۶۰ ملیونه کاله په خوا یی شکل اخیستی، دا اوس هم هر کال یو څو ملی متره قد اخلی او جګیږی.
د ایوریست غر د هیمالیا د غرونو په سلسله کی پروت دی. د ایوریست غر نیپال او تبت سره بیلوی. په دی دواړو ملکونو کی ایوریست خپل نومونه لری، نیپالیان هغه ته د ساګارماتا نوم ورکړی چی د آسمان د الهی یا رب النوعی په معنی ده. تبتی نوم یی کومولونګما دی، چی د جنت د رب النوعی په معنی دی. د ایوریست غره انګریزی نوم د سر جورج ایوریست چی لمړی تن وو چی د غره موقعیت او جګ والی یی معلوم کړ، پری ایښودل شوی.
د قلی څوکی ته د پورته کیدو اقدام په 1922 کال کی د جورج ملوری له خوا وشو، د هغه دلیل ایوریست ته د پورته کیدو له پاره دا وو چی (ځکه چی هغه هلته دی)، هغه د اندریو آروین په ملګریتوب په کال 1924 کی د دویم ځل لپاره د غره څوکی ته د ختو اقدام وکړ، خو په دی سفر کی دواړه غره ختونکی لادرکه شول.
د لمړی ځل لپاره ایوریست ته کامیابه جګیدل او بیرته ښکته کیدل د سر ایدموند هیلاری او ټینزینګ نورګای له خوا د 1953 کال د می په 29 مه تر سره شو. لمړینی ښځینه غره ختونکی جاپانی میرمن جنکو تبای وه چی د 1975 کال د می د میاشتی په شپاړسمه ایوریست غره ته جګه شوه.
د دی موضوع په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندنې ضمیمه شوی فایل راښکته کړئ او ویی لولئ.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.