د بيولوژي علم
ساينس څه دی؟
ساينس یوه منظمه لار ده چې له شواهدو څخه په استفادې سره د طبيعي نړۍ په اړه معلومات ترلاسه کوي. د ساينسپوهانو مفکورې معمولا پر مشاهدو پيليږي چې د يوې پيښې یا بهير په اړه د معلوماتو د راټولولو پروسه ده او په خورا دقت او ترتيب سره ترسره کيږي. هغه معلومات چې له مشاهدې راټوليږي د ډيټا يا لومړنيو معلوماتو په نامه ياديږي. کميتي لومړني معلومات د اعدادو په شکل ښودل کیږي چې د شميرلو او اندازه ګيرۍ له لارې ترلاسه کيږي. کيفيتي لومړني معلومات مشرح دي او داسې خواص لري چې معمولا نه شي شميرل کیدی. ساينسپوهان لومړني معلومات د نتیجه ګيرۍ لپاره کاروي. نتیجه ګيري د وړاندينيو معلوماتو او يا تجربو پر اساس وړاندې شوي منطقي تعبير ته وايي.
د لومړنيو مشاهدو وروسته يو محقق يوه او يا زياتې فرضيې وړاندې کوي. فرضیه د يو لړ مشاهدو وړانديز شوې ساينسي تشريح ده. ساينسپوهان د مخکينۍ پوهې، منطقي نتیجي، باخبره او له نوښته ډک تصور څخه په استفادې سره فرضیه جوړوي. ساينسي فرضيې بايد په داسې طریقې سره وړانديز شي چې د ازمويلو وړ وي. فرضيې د کنټرول شويو تجربو په ترسره کولو ازمویل کيږي. هغه نتیجه چې محقيقين يې له تجربو او لومړنيو معلوماتو څخه ترلاسه کوي بايد سمه وي. او د دې لپاره چې سمه وي، نتیجه بايد د باوري لومړنيو معلوماتو پر منطقي تعبير ولاړه وي.
په دی مطلب کې به تاسو د لاندي موضوعاتو په اړه لازیات معلومات ترلاسه کړۍ.
ساينسپوهان څه ډول کار کوي
د ژونديو موجوداتو مطالعه
اسباب او طرزالعمل
او
بيولوژيستان دوه بنسټيز ډولونه کاروي.
لاندني ضمیمه شوي فایل راښکته کړۍ او ترې نه ګټه پورته کړۍ.
Comments
0 comment(s) so far
Please login to add comments.