×

د هند سمندر


د هند سمندر

indian_ocean-cia_wfb_map_0.png

د هند سمندر چې د نړۍ د پنځه ګونو لويو سمندرونو له ډلې څخه دی په ختیځه نيمه کره کې موقعيت لري.‌ د هند سمندر د درې لويو وچو له خوا چاپیر شوی دی:‌ په لويديځه خوا کې يې افريقا،‌ شمالي خوا کې يې آسیا او په جنوب ختيځه کې يې آسټراليا موقعيت لري. د انډونيزيا ټاپو چې د آسیا په جنوب او د آسټراليا په شمال کې پروت دی، د هند د سمندر ختيځه پوله جوړوي.‌ د هند سمندر د عرض البلد په ۶۰ درجو کې له جنوبي سمندر سره يو ځای کیږي، چې دا موقعيت د افريقا د جنوبي څنډې له جنوبي برخې سره برابر دی.

د هند سمندر چې درېيم لوی سمندر دی له آرام سمندر او اټلانټيک سمندر څخه کوچنی دی. دا سمندر د نړۍ د سطحې د اوبو ۲۰٪ برخه جوړوي په داسې حال کې چې ټول سمندرونه په ټوليز ډول د نړۍ د سطحې د اوبو ۹۷٪ جوړوي. د هند د سمندر منځنی ژوروالی ۱۳،۰۰۰ فټه او یا ۲.۵ ميله دی. د هند د سمندر تر ټولو ژوره نقطه ۲۵۳۴۰ فټه او يا ۴.۸ ميله ده.

د سونډا ژوره

دا ژوره نقطه د سونډا په ژوره کې موقعيت لري چې زياتره وخت د جاوا ژورې په نامه ياديږي. سمندريزه ژوره د سمندر په تل کې يوه اوږده نرۍ کنده ده چې د دوه ټيکټونيکي پليټونو د يو ځای کیدو له نقطې سره سمون لري. ټيکټونيکي پليټونه د ځمکې د قشر ټوټې دي چې نا منظم شکلونه لري او د ځمکې د هستې او سطحې د قواو متقابل عمل ته په غبرګون کې حرکت کوي.‌ د ټيکټونيکي پليټونو د تقاطع نقطه د زلزلې او آتشفشان يو فعال مرکز او د ژورو سمندريزو کندو موقعيت جوړوي.

د سونډا د آتشفشانونو قوس د سونډا ژورې تر څنګ پروت دی. لرغونو آتشفشاني فعاليتونو د انډونيزيا، جاوا او سومترا لوی ټاپوګان رامنځته کړي دي. ددې سيمې جيولوجيکي فعالیتونو د سومترا ـ اندامان Sumatra-Andaman زلزله رامنځته کړه چې د هند سمندر د ۲۰۰۴ کال زلزلې په نامه هم ياديږي.

دا لويه زلزله د شمالي سومترا د لويديځ ساحل هاخوا د هند د سمندر په تل کې رامنځته شوه.‌ د دې زلزلې شدت د ريشتر ۹ درجې وو چې دويمه لویه زلزله بلل شوې ده.‌ دې لویې زلزلې ټوله ځمکه ولړزوله او په نورو ځايونو کې يې زلزلې راپورته کړې.‌ دا زلزله له رامنځته کیدو سره، په سمندر کې د لویو څپو او يوې سونامې لامل وګرځيدله چې د هندوستان، انډونيزيا، ماليزیا، سوماليا، سريلانکا او تايلنډ په ګډون يې د څوارلسو هیوادونو ساحلي نفوس يې اغيزمن کړ. د تلفاتو شمير يې ۲۳۰۰۰۰ ته ورسيد.

له زلزلې وروسته د سمندر د تل مطالعات ښيي چې ډیر لوی بدلونونه رامنځته شوي دي. هغه ډبرې چې څو ميليونه ټنه وزن يې درلود له خپل ځايه اووه ميله بیځايه شوي وې. د پخوانيو سمندريزو غونډيو لړۍ یې هواره کړې وه او يوه نوې ژوره يې رامنځته کړې وه. ساينسپوهان انديښمن دي چې د سونډا په ژوره کې دا وروستي فعاليتونه د سيمې ټيکټونکي پليټونو د لا زياتو بې ځايه کيدو پیلامه ده چې ښايي په نږدې راتلونکي کې پیښ شي.

لوی بحرونه

لکه چې د مسیحيانو په بايبل کې يې يادونه شوې ده سرې بحيرې په لرغوني تاریخ کې مهمه ونډه لوبولې ده. سره بحيره د آسیا لويديځه برخه د افريقا له شمال ختيځې برخې څخه جلا کوي. د مصر د سينا ټاپووزمه د سرې بحيرې د شمالي غاړو او د شمالي اټلانټيک سمندر د مديترانې بحيرې تر منځ يوه مانعه رامنځته کوي. د سرې بحيرې په شمالي څنډه کې د سويس خليج پروت دی چې د سویس کانال ته د رسيدو نقطه ده او سره بحيره له مديترانې بحيرې سره نښلوي. هغه آسیايي هیوادونه چې له سرې بحيرې سره پوله لري، اسرائيل، عربستان او يمن دي. د سرې بحيرې افريقايي هیوادونه مصر، اريتره، سوډان او سوماليا څخه عبارت دي.

څرنګه چې د سرې بحيرې شاوخوا شاړ اقليم لري، له دې کبله يې اوبه زیات بړاس کوي او همدا لامل دی چې دا بحر د نړۍ د تر ټولو مالګینو بحرونو څخه دی. هغه خندق چې د سرې بحيرې په منځ کې د شمال او جنوب پر لور غځيدلی دی ژوروالی يې ۷۰۰۰ فټه ته رسيږي، خو منځنی ژوروالی یې ۱۶۰۰ فټه دی. سره بحيره د سمندر د اوبو يوه نرۍ تړانګه ده او له عربي سمندر سره نښتلې ده، عربي سمندر د هند سمندر يوه برخه ده. عربي سمندر له سرې بحيرې څخه خورا لوی دی.

عربي سمندر د هندوستان له جنوبي ساحل څخه پیلیږي. عربي سمندر د هندوستان د لويديځ ساحل امتداد رانيولی او د پاکستان او ایران د جنوبي پولې پورې غځيدلی دی. د عربي سمندر هغه سیمه چې د ايران، عراق، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له خوا چاپیره شوې ده د پارس خلیج په نامه ياديږي. عربي سمندر د لويديځې آسیا له هیوادونو لکه عمان او يمن سره هم ساحل لري. عربي سمندر د افريقا تر شمال ختيځ ساحل پورې چې سوماليا هیواد دی، هم غځيدلی دی.

دا سمندر د مالديو هیواد سره هم پوله لري. دا هیواد له ۱۱۰۰ آتشفشاني ټاپوګانو څخه جوړ دی، او د ټولو هیوادونو په پرتله يې ځمکه د سمندر له سطحې څخه ټيټه ده چې په منځني ډول ۵ فټه ټيټوالي ته رسيږي.

 

لاندې هر يوه بيانیه تحلیل کړئ او بيا صحيح او يا غلط حلقه کړئ.

صحيح   غلط  د هند سمندر د درې هیوادونو له خوا حصار شوی دی:‌ افريقا يې په لويديځ، اسيا يې په شمال او اسټراليا يې په جنوب ختيځ کې پرته ده.
صحيح   غلط   د مالديو جمهوریت د آسيا په جنوب، د اسټراليا په شمال کې پروت او د هند د سمندر ختيځه پوله جوړوي.‌
صحيح   غلط   د هند د سمندر تر ټولو ژوره نقطه د سونډا په ژوره کې ده چې زیاتره د جاوا خندق په نامه يادیږي.
صحيح   غلط   د سونډا خندق څیرمه جيولوجيکي فعالیتونو د هند په سمندر کې د ۲۰۰۴ کال زلزله رامنځته کړه چې سلګونه زره کسان يې ووژل.
صحيح   غلط   د هند سمندر چې د نړۍ دویم لوی سمندر دی يوازې د آرام سمندر څخه کوچنی دی.
صحيح   غلط    ساينسپوهان انديښمن دي چې د سونډا خندق څیرمه د وروستيو زلزلو فعالیت چې د سيمې د ټیکټونيکي پليټونو د لا زياتو بې ځايه کیدو پیلامه ده، ښايي په نږدې راتلونکي کې پيښې شي.
صحيح   غلط   د سرې بحيرې په شمالي څنډه کې د سويس خليج پروت دی چې د سویس کانال ته د رسيدو نقطه ده او سره بحيره له هند سمندر سره نښلوي.
صحيح   غلط   هغه افريقايي هیوادونه چې له سرې بحيرې سره پوله لري له اسرائيل، سعودي عربستان او يمن څخه عبارت دي.
صحيح   غلط   سره بحيره د نړۍ له تر ټولو مالګینو بحرونو څخه ده. 
صحيح   غلط   عربي سمندر د سرې بحيرې په پرتله ډیر لوی دی.
ځوابونه

غلط                                               6- صحیح          
غلط                                               7 - غلط
صحيح                                           8 - غلط 
صحيح                                           9 - صحیح
غلط                                               10 – صحیح

license-pashto_4.png

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

یازوچی

مترجم

جواز/ دارنده حق چاپ

عامه لمن / CC 0

نظرات

0 نظر تا کنون

Please login to add comments.