×

تخمونه څه ډول راشنه کیږي


تخمونه څه ډول راشنه کیږي

seeds_1.png

 

بوټي په لاندې توګه له تخم څخه راپورته کيږي.

وچ تخم غیر فعال حالت لري

هغه تخم چې په مرطوبه چاپیريال کې وي.‌ پرسيږي، اوبه څکوي.

له تخم څخه یوه ريښه راوزي.

(د بوټي) ساقه هم له تخم څخه په راوتلو پیل کوي.

ساقه نمو کوي او د تخم په پورته کولو پیل کوي.

په عین وخت کې دويمنۍ ريښې هم نمو کوي.

ساقه د تخم پورته کولو ته دوام ورکوي.

د تخم پوښ په غورځيدلو پیل کوي.

ريښه خپلې نمو ته دوام ورکوي.

تنکی بوټی د تخم پوښ په بشپړه توګه غورځوي.

د تخم تيفه يا کوټي ليدون Cotyledon راښکاره کیږي.

ريښې خپلې نمو ته دوام ورکوي.

تيفه پرانستل کيږي او د لمر وړانګې جذبوي.

تر منځ يې يوه پنډک رامنځته کيږي او د دې زيری ورکوي چې حقيقي پاڼې به ډیر ژر راښکاره شي.‌

په ياد ولرۍ چې د پاڼو د ملاتړ لپاره ريښې په پرله پسې توګه نمو کوي.

حقيقي پاڼې شنې شوي دي،‌ او بوټی نمو ته تیار دی.

نمو کوونکی بند مخ پورته نمو ته دوام ورکوي.

ژر به نورې پاڼې پرانستل شي.

د ريښو چټکه وده د دوامداره صحتمندې نمو زیری ورکوي.

بوټی به ژر تر ژره لا زياتې پاڼې رامنځته کړي.‌ په کوټي ليډون کې موجوده غذا به پای ته ورسيږي، او دوی به وچې او ورژيږي. بوټی نوره اړتیا نه ورته لري. بوټی اوس پخپله غذا جوړوي.

د پوره مطلب د لوستلو لپاره په لاندنی ورد او یا پی دی اف فایلونو کلیک وکی.

 

 

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

docx

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.