×

هالنډ


هالنډ

 

هالنډ د لويديځې اروپا له هيوادونو څخه دى چې د بادي ژرندو ، بايسكلونو ، پنير او ګل لاله په هيواد مشهور دى .

هالنډ د هالنډ پاچاهۍ اصلي او اروپايي برخه ده چې په مركزي امريكا كې هم ځينې ټاپوګان پكې شامليږي . دغه هيواد له جرمني او بلجيم سره ګاونډى دى .

هالنډ د هنرمندانو هيواد هم دى . د نړۍ زيات مشهور هنرمندان له رامبراند نيولې تر  ون ګوګ مشهورو نقاشانوپورې په دغه هيواد كې اوسيدلي دي  .

دهالنډ كابو ۲۰ فيصده پراخوالى اوبه تشكيلوي ، په عين حال كې د سمندر له سطحې ددغه هيواد دځينو وچوبرخو د ټيټوالي له كبله هالنډيان اړ شوي دي چې يو شمېر ديوالونه هم جوړ كړي .

ددغه هيواد ۲۵ فيصده پراخوالى د سمندر له وچېدو او شاتګ څخه جوړ دى . هالنډ غرونه نلري او تر ټولو لوړه برخه يې ددغه هيواد په جنوب كې يوه غونډۍ ده چې ۳۲۲ متره لوړوالى لري .

هالنډ د اروپايي اتحاديې او شمالي اتلانتيك د تړون يا ناټو غړى هم دى او د كيوتو تړون يې هم لاسليك كړى دى .

سره لدې چې آمستردام ددغه هيواد رسمي پلازمينه ده د تمركز د رامنځته كولو په موخه ددغه هيواد ډير وزارتونه په لاهه (هاګ) يا دهغه په شاوخوا كې پراته دي  .

سياست :

د هالنډ حكومت مشروطه پاچاهي ده چې پكې پاچا يا ملكه د حكومت د مشر په توګه رول لري خو په سياست كې چندان فعال رول نلري . ملكه يې اوسمهال بئاتريس ويلهلم يناآرمګارد ده .

په دغه هيواد كې هم پارلمان دوه جرګې لري او لومړۍ وزير هم د هيواد اكثريت نفوذ لرونكى ګوند معرفي كوي او حكومت جوړوي . په هالنډ كې د حكومت مشر لومړى وزير ګڼل كيږي او د هيواد تر ټولو مهم سياسي مقام دى .

د هالنډ د مشرانو جرګه ۷۵ غړي لري چې د ولايتونو مقننه پلاوي يې د يوې شپږ كلنې دورې لپاره ټاكي . ولسي جرګه يې هم ۱۵۰ غړي لري چې نيغ په نيغه د خلكو لخوا په څلورو كلونو كې يو ځل د ټاكنو له لارې ټاكل كيږي .

په هالنډ كې د ګوندونوفعاليت آزاد دى او څه دپاسه ۷۰ سياسي ګوندونه پكې فعاليت كوي چې مهم يې مسيحي ډموكراټ ، كاګر ، شين او د آزادۍ او ډموكراسۍ لپاره د خلق ګوندونه دي .

هالنډ په ۱۵۸۱ ميلادي كال كې خپلواكي ترلاسه كړه او ملي ورځ يې د اپريل ۳۰ نېټه ده .

اقتصاد :

دغه هيواد په نړۍ كې د لبنياتو تر ټولو ستر توليدوونكى هيواد دى او سربېره په هغه زياته اندازه غنم ، اوربشې او كچالو هم ددغه هيواد له ځمكو په لاس راځي .

د هالنډ زياتره صنايع ، د هالنډ په جنوب لويديځ د روتردام په بندري ښار كې متمركز شويدي . د روتردام بندر د هالنډ دوهم ستر ښار دى او د پراخوالي له نظره بيا د اروپا ستر بندر هم ګڼل كيږي .

د هالنډ كورنى ناخالص توليد په ۲۰۰۶ كال كې ۵۲۹.۶ ميليارډه ډالره وو او د تير كال په نسبت يې درې فيصده وده كړې وه .

ددغه هيواد كاري ځواك ۷.۴۹ ميليونه كسان دي او د بېكارۍ كچه يې ۵.۵ فيصده ده . په ۱۹۹۹ ميلادي كال كې ۱۰.۵ فيصده خلكو په دغه هيواد كې د فقر له كرښې ټيټ ژوند كوي  . په هالنډ كې د بيو تورم په كال كې ۱.۱ فيصده دى .

دهالنډ صادرات ، ماشين آلات ، كيمياوي مواد ، سونګ او خوراكي توكي جوړوي چې د آلمان (25.5 فيصده)، بلجيم (14 فيصده)،انګلستان (8.9 فيصده)، فرانسه (8.6 فيصده)، ايټاليا (5.1 فيصده) و آمريكا (4.5 فيصده)هيوادونو ته صادريږي . 

ددغه هيواد وارداتي محصولات بيا ماشين آلات ، د ليږد راليږد توكي ، كيمياوي مواد ، سونګ ، خوراكي توكي او پوښاك دى چې له  آلمان (17.1 فيصده)، بلجيم (9.4 فيصده)، چين (9.4 فيصده)، آمريكا (7.8 فيصده)، انگلستان (5.9 فيصده)، روسيې (5.1 فيصده) او فرانسې (4.5 فيصده) څخه وارديږي .

خلك يې :

په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې د هالنډ نفوس ۱۶۵۷۰۶۱۳ كسان وو چې منځنى عمر يې ۳۹.۷ كاله دى او ژوند ته پكې تمه تر ۷۹.۱۱ كلونو پورې دى .

په ۲۰۰۱ كال كې ددغه هيواد ۰.۲ فيصده نفوس د ايډز په ويروس اخته وو .

د هالنډ رسمي ژبه هالنډي ده . دغه ژبه د جرمن د ژبو يوه څانګه ګڼل كيږي او جرمني ته ډېر ورته والى هم لري .

اړيكتايي چارې :

په هالنډ كې ۷.۶ ميليونه ثابتې ټلفوني كرښې شته او ۱۵.۸۳۴ ميليونه مبايل كرښې پكې فعاليت لري .

هالنډيان له ورځپاڼه لوستنې سره ډېره مينه لري او په دغه هيواد كې زياتې ورځپاڼې هم خپريږي خو د بي بي سي د راپور له مخې په دغه هيواد كې ژيړ ژورناليزم پلويان نلري .

په هالنډ كې ۱۱.۱۷ ميليونه انټرنيټي كوربانه شته او ۱۴ ميليونه او ۵۵۴۰۰۰ انټرنيټ كاروونكي پكې ژوند كيږي .

 

هالنډ په يوه نظر :

 

پراخوالى

41،526 كيلومټر مربع

نفوس

16،570،613 نفر

پلازمينه

آمستردام

پولي واحد

يورو

انټرنيټي لمن

nl.

ټلفون كود

31+

 

 

عبدالله الهام جمالزی

Please click the button(s) below to download the resource(s)

 Glossary

File 1

doc

Please login to download this file.


About this resource

Author

Translator

License

عامه لمن / CC 0

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.